کراچۍ : د پاکستان د سند رېنجرز او د ترهګرۍ ضد محکمې په ګډو عملیاتو کې په کراچۍ کې یو کس د تحریک طالبان پاکستان سره د تړاو په شک نیولی دی. د رېنجرز د بیان له مخې، عملیات ،د اګست په ۱۵مه، د جمشېد ټاون په جېکب لاینز سیمه کې شوي او نیول شوی کس شهزاد نومېږي چې په «ډونګر» مشهور دی.

رېنجرز دعوه کړې ده چې شهزاد د ټي ټي پي د منصور ډلې لپاره پیسې راټولولې او د ایزي پېسه له لارې یې وزیرستان ته لېږدولې. چارواکي دا هم دعوه کوي چې نوموړي له دې ډلې سره اړیکې لرلې او د رېنجرز په وینا، له هغه څخه وسلې او چاودېدونکي مواد هم ترلاسه شوي دي.

د رېنجرز په بیان کې ویل شوي دي چې نیول شوي کس د پوښتنو پر مهال د ټي ټي پي له غړو سره د اړیکو او ملاقاتونو په اړه معلومات ورکړي دي. امنیتي ادارې دا هم دعوه کوي چې هغه د ځینو بریدونو په پلان جوړولو کې لاس درلود.

د نوموړي د ټي ټي پي سره د تړاو، د پیسو د لېږد او د بریدونو په پلانونو کې د لاس لرلو په اړه ټولې خبرې تر دې دمه د امنیتي ادارو دعوې دي. په دې اړه تر اوسه د کوم عدالت له خوا جرم ثابت شوی نه دی.

چارواکي وايي، چې له لومړنیو پلټنو وروسته نیول شوی کس د نورو تحقیقاتو لپاره اړوندې ادارې ته سپارل شوی دی.