کوټه : د پاکستان امنیتي ادارو ،د اګست په ۱۵مه، ویلي دي، چې د بلوچستان په خضدار او خاران ضلعو کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په دوو جلا عملیاتو کې ټول ۱۷ وسله وال وژل شوي دي.
د امنیتي سرچینو په وینا، په خضدار کې عملیات د شور پارود په سیمه کې د وسله والو د موجودګۍ په اړه د معلوماتو تر ترلاسه کېدو وروسته ترسره شوي دي. سرچینې وايي، چې د عملیاتو پر مهال د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته شوې چې په پایله کې یې لس وسلهوال وژل شوي دي.
تر اوسه د وژل شویو کسانو نومونه او پېژندګلوي نه ده خپره شوې او دا هم نه ده روښانه شوې چې هغوي له کومې وسله والې ډلې سره تړاو درلود.
بلخوا، د پاکستان سرکاري راډیو د امنیتي سرچینو په حواله ویلي دي، چې د خاران ضلعې د لجې په سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات شوي دي چې پکې اووه وسله وال وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل شوي دي.
د سرچینو په وینا، امنیتي ځواکونو د وسله والو پر پټنځایونو عملیات کړي او له سیمې یې وسلې، مهمات، دوه ګاډي او یو موټرسایکل هم ترلاسه کړي دي. د خاران د عملیاتو د څرنګوالي، د نښتې د مودې او د امنیتي ځواکونو د ممکنه مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه نور جزیات نه دي خپاره شوي.
تر دې دمه د دواړو پېښو په اړه د وژل شویو کسانو د هویت او له کومې وسله والې ډلې سره د هغوي د تړاو په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي.
امنیتي چارواکي وايي، چې په سیمو کې د نورو وسله والو د موندلو لپاره د لټون عملیات روان دي. د امنیتي ادارو د دغو دعوو خپلواک پخلی تر اوسه نه دی شوی او کومې وسله والې ډلې هم په دې اړه سمدستي غبرګون نه دی ښودلی.


نعيم اچکزئي