د نیشنل ډیموکراټیک موومنټ کوز سویلي وزیرستان مشر سید محمد وزیر وایي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځه د انګور اډې په پوله کې له تېرو څو میاشتو راهیسي د درنو وسلو، مارټر ګولو او ډزو لړۍ روانه ده، چې له امله یې د پولو دواړو غاړو ته مېشت احمدزي وزیر قام سخت اغېزمن شوی دی.
نوموړی وایي چې د بده مرغه، د دې نښتو تر ټولو لوي تاوان عام ولس ته رسیږي، کوم چې نه د دې شخړې برخه دی او نه یې پکې کومه سیاسي یا نظامي دلچسپي شته.
د هغه په وینا، د پولې نږدې سیمو، په ځانګړي ډول انګور اډه او شاوخوا کلیو کې خلک له سخت وېرې، اضطراب او ورځنیو ستونزو سره مخ دي. څو ځله مارټر ګولۍ پر کورونو هم لګېدلي دي چې له امله یې د خلکو ژوند له جدي خطر سره مخ شوی دی.

سید محمد وزیر زیاتوي چې احمدزي وزیر قام د پولې دواړو غاړو ته اوسېږي او د دې دوامدارو ترینګلتیاوو ترمنځ راګیر پاتې شوې دي.
په پای کې هغه له دواړو هېوادونو غوښتنه کړې، چې دې ستونزي ته جدي پام وکړي او د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره زر تر زره عملي ګامونه پورته کړي.

ظفر وزير