تهران / مسقط : ایران وايي، چې په هرمز تنګي کې یې له عمان سره د بېړیو د تګ راتګ پر طریقې، کړنلارې او ټاکلو لارو هوکړه کړې ده، خو د تنګي د عادي سوداګریز تګ راتګ د بشپړ بېرته پېل په اړه لا وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي، د اګست په ۱۵مه، ویلي دي، چې تهران او مسقط د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تېرېدو د څرنګوالي، خوندي لارو او اړوندو تخنیکي چارو په اړه خبرو کې پرمختګ کړی او دواړه خواوې په اساسي ټکو هوکړې ته رسېدلې دي.

د ایران په وینا، د هوکړې موخه دا ده چې په تنګي کې د سوداګریزو بېړیو تګ راتګ په منظم او خوندي ډول ترسره شي او د بېړیو لپاره روښانه لارې او کړنلاره وټاکل شي. ایراني چارواکي وايي، چې دواړه هېوادونه لا هم د ګډ بیان پر متن او ځینو تخنیکي جزییاتو خبرې کوي. تر اوسه د دې هوکړې د عملي کېدو وروستۍ نېټه او بشپړ تفصیل نه دی اعلان شوی.

تهران ټینګار کوي چې له عمان سره دا هوکړه یوه جلا سمندري او تخنیکي هوکړه ده او باید د امریکا او ایران ترمنځ له سیاسي خبرو یا احتمالي پراخ تړون سره یو شان ونه ګڼل شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم ویلي دي، چې له عمان سره هوکړه په خپله دا معنا نه لري چې هرمز تنګی به سمدستي په بشپړ ډول د عادي سوداګریز تګ راتګ لپاره پرانیستل شي.

ایران وايي، چې د تنګي د عادي تګ راتګ بشپړ بېرته پېل به د سیمې له امنیتي وضعیت، د امریکا له پوځي اقداماتو او سمندري فشارونو سره تړلی وي. تهران غواړي چې ،د ده په وینا، د پوځي ګواښونو او محدودیتونو له ختمېدو وروسته د بېړیو تګ راتګ عادي حالت ته وګرځي.

هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه دی او د نړیوالو تېلو او ګازو یوه لویه برخه له همدې لارې لېږدول کېږي. له همدې امله په دغه تنګي کې هر ډول امنیتي کړکېچ یا د بېړیو د تګ راتګ خنډ د نړیوالو انرژۍ بازارونو او سوداګرۍ لپاره پراخ اغېز لرلی شي.

عمان په وروستیو میاشتو کې د ایران او امریکا ترمنځ د اړیکو او منځګړیتوب په هڅو کې هم مهم رول لوبولی، خو تهران وايي، چې د هرمز په اړه تازه هوکړه یوازې د ایران او عمان ترمنځ د بېړیو د تګ راتګ د تنظیم موضوع ده.

تر اوسه نه د هرمز تنګي د عادي تګ راتګ د بشپړ بېرته پېل نېټه اعلان شوې او نه هم د امریکا او ایران ترمنځ د رسمي خبرو د بیا پېل وروستۍ پرېکړه شوې ده.