سیول : د سویلي کوریا ولسمشر ،لي جې مېونګ، له شمالي کوریا سره د خبرو د بیا پېل غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د کوریا ټاپووزمې د اوږدمهاله ثبات لپاره باید د اوسني اوربند پر ځای د سولې یو دوامدار نظام رامنځته شي.
لي جې مېونګ دا څرګندونې ،د اګست پر ۱۵مه، د جاپان له استعماره د کوریا د ازادۍ د کلیزې په مناسبت وینا کې کړې دي. هغه ویلي دي، چې دواړه کوریاوې باید د تاوتریخوالي د کمولو، د شخړې د مخنیوي او د سوله ییز ګډ ژوند لپاره مخامخ خبرې وکړي.
د کوریا جګړه له ۱۹۵۰م څخه تر ۱۹۵۳م کال پورې روانه وه او د سولې پر رسمي تړون نه، بلکې پر اوربند پای ته ورسېده. له همدې امله شمالي او سویلي کوریا په تخنیکي لحاظ لا هم د جګړې په حالت کې ګڼل کېږي.
د سویلي کوریا ولسمشر ویلي دي، چې سیول غواړي داسې میکانیزمونه جوړ کړي چې د دواړو خواوو ترمنځ د ناڅاپي پوځي شخړې خطر کم کړي. هغه د شمالي کوریا د اټومي پروګرام پر موضوع د خبرو ملاتړ هم کړی او ټینګار یې کړی دی چې د سولې لپاره باید دوامدار او عملي ګامونه پورته شي.
د لي حکومت تر دې وړاندې هم ویلي وو چې په خپله نوې تګلاره کې به لومړی د سولې او تاوتریخوالي د کمولو هڅو ته لومړیتوب ورکوي، خو د کوریا ټاپووزمې له اټومي وسلو د پاکولو اوږدمهاله هدف یې نه دی پرېښی.
بل لور ته شمالي کوریا د امریکا او سویلي کوریا ګډ پوځي تمرینونه پاروونکي بللي دي. پیونګ یانګ د اګست له ۱۷مې تر ۲۷مې پلان شوي ګډ پوځي تمرینونه غندلي او ویلي یې دي چې د دغو تمرینونو په مقابل کې به خپل اټومي مخنیوی نور هم پیاوړی کړي.
تر اوسه شمالي کوریا د ولسمشر لي جې مېونګ د اګست د ۱۵مې د خبرو غوښتنې ته کوم مثبت رسمي ځواب نه دی ورکړی. د دواړو کوریاوو اړیکې په وروستیو کلونو کې سختې خرابې شوې دي او پیونګ یانګ سویلي کوریا د خپل «دښمن دولت» په توګه یادوي.


شال نیوز