ډومېل : د بنو پولیس وايي، چې د ډومېل پولیس تاڼې په حدودو کې د سدرون، اکبر علي خان کلا او شاوخوا سیمو کې د وسله والو د موجودیت د اطلاع پر بنسټ پولیسو او امنیتي ځواکونو ګډ استخباراتي عملیات کړي دي.
د پولیسو لخوا ،د اګست په ۱۵مه، د خپرو شوو معلوماتو له مخې، عملیات د بنو د ضلعي پولیسو مشر کېپټن ریټایرډ ،محمد فرقان بلال، په مشرۍ ترسره شوي دي. د عملیاتو پر مهال سیمه محاصره شوې او د وسله والو پر ضد د ډرون ټکنالوژۍ هم کارول شوې ده.
پولیس وايي، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په عملیاتو کې پنځه وسله وال وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل شوي دي. د پولیسو په وینا، د ژوبلو وسله والو ملګرو هغوي له سیمې د بوټو او سختو لارو پر لور انتقال کړي دي.
په سیمه کې د وسله والو د احتمالي پټنځایونو او تګ راتګ د موندلو لپاره د لټون او تصفیې عملیات لا هم روان دي. پولیس وايي، چې د عملیاتو تر بشپړېدو وروسته به نور جزییات خپاره کړي.
د پنځو وسله والو د وژل کېدو شمېر د پولیسو د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ دی او تر اوسه په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.


صفدر داوړ