د خیبر پښتونخوا اعلیٰ وزیر سهیل اپریدي د نوښار په سپین خاک کې د مېګا شجرکارۍ کمپاین پیل کړ، چې له مخې به یې په نوښار کې شپږ لکه بوټي نالول کېږي. حکومت وايي، شجرکاري به د چاپېریال ساتنې، د سېلابونو او کلاوډ برسټونو د اغېزو کمولو او د راتلونکو نسلونو لپاره د زرغون خیبر پښتونخوا په جوړولو کې مهم رول ولري. د ځنګلي سیمو د سیاحت د ودې لپاره د سيلګرو د اوسېدو د وړو جونګړو جوړولو لارښوونه هم شوې ده.
راپور: نديم مشواني


خالده نیاز