د پاکستان د ازادۍ ورځې څوارلسم اګست په مناسبت د خان ویلفیئر ارګنائزیشن له لوري د شین وطن په نوم ځانګړی کمپاین ترسره شو. د سوات د بلوګرام کلي په ادیره کې د دې کمپاین پر مهال د ځايي خلکو په ملګرتیا ګڼ شمېر نیالګي کېنول شول. د کمپاین ګډونوال وایي، د ازادۍ ورځې لمانځل یوازې تر مراسمو او شعارونو محدود نه دي، بلکې د وطن او چاپېریال ساتنه هم له هېواد سره د مینې عملي څرګندونه ده. دوی ټینګار کوي چې د ونو زیاتول د چاپېریال په ښکلا سربېره، د تودوخې د زیاتوالي، د هوا د ککړتیا او د اوبو د کمښت په څېر د چاپېریالي ستونزو په کمولو کې مهم رول لري.


عصمت علي اخون