پېښور کې سکه ورورولۍ د څوارلسم اګست په مناسبت د آزادۍ ورځې مراسم ترسره کړل. په مراسمو کې ماشومانو او مشرانو په ګډه کیک پرې کړ او د هېواد سره یې د مینې څرګندونه وکړه. ماشومانو د پاکستان او پوځ په ملاتړ شعارونه هم ورکړل. ګډونوالو وویل، د آزادۍ ورځې لمانځل د هېواد سره د مینې ترڅنګ د بېلابېلو ټولنو ترمنځ د یووالي او ګډ ژوند پیغام هم ورکوي.