د خېبر پښتونخوا د مومندو ضلعې په ډبکور سیمه کې ،د اپرېل په ۲۶مه، یو ورځنی فري میډیکل کیمپ جوړ شو، چې پکې له ۵۰۰ څخه زیات ناروغانو ته وړیا طبي خدمات وړاندې شول.
دغه کیمپ د عوامي نیشنل ګوند سره تړاؤ لرونکي د ډاکټرانو سازمان “ملګري ډاکټران” له لوري جوړ شوی و. په کیمپ کې د ښځو د ناروغیو او د غاښونو ډاکټران هم موجود وو، چې ناروغان یې معاینه کول او هغوي ته وړیا درمل هم ورکول کېدل.
د ملګري ډاکټرانو مرکزي جنرل سیکتر ډاکټر روحیل او صوبایي صدر ډاکټر کاشف علي خان، رسنیو ته وویل چې د لرې پرتو سیمو خلکو ته د روغتیايي خدماتو رسول د وخت مهمه اړتیا ده او دا ډول کیمپونه به په راتلونکي کې هم دوام ولري.
په دغه موقع د عوامي نیشنل ګوند د مرکزي کاري کمېټۍ غړي منان مومند، د صوبايي اسمبلۍ پخوانی غړې نثار مومند، د ایکه غونډ تحصیل صدر ارشد خان او د خدایي خدمتګار تنظیم غړو هم ګډون درلود او د انتظاماتو په چارو کې یې مرسته وکړه.
منتظمینو وویل چې د خلکو پراخه ګډون دا څرګندوي چې په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي خدماتو سخت اړتیا شته، او دا ډول هڅې د خلکو د ژوند ښه کولو لپاره مهم رول لوبوي.

محمد بلال یاسر