کوټه : د بلوچستان اعلا وزیر ،سرفراز بګټي، په تاوتریخوالي کې له ښکېلو کسانو غوښتي دي چې وسله پرېږدي، قامي بهیر ته ستانه شي او خپلې ستونزې له حکومت سره د خبرو له لارې حل کړي.
سرفراز بګټي ،د اګست په ۱۵مه، په کوټه کې د خبرو پر مهال ویلي دي، چې د صوبايي حکومت د سیاسي خبرو دروازې پرانیستې دي او هغه کسان چې غواړي له تاوتریخوالي لاس واخلي، کولی شي د مذاکراتو له لارې خپلې غوښتنې او ستونزې حکومت ته وړاندې کړي.
نوموړي ویلي دي، چې حکومت غواړي د بلوچستان ستونزې د خبرو او سیاسي لارې حل شي، خو په وینا یې، له هغو کسانو سره مذاکرات نه شي کېدی چې د ملکي وګړو په وژلو او وسله والو بریدونو کې لاس لري. اعلا وزیر ویلي دي، چې حکومت د هغو کسانو هرکلی کوي چې وسله پر ځمکه ږدي او د قانون او سیاسي بهیر برخه جوړېږي.
تر اوسه د بلوچستان حکومت له کومې مشخصې وسله والې ډلې سره د نوو مذاکراتو د پېل اعلان نه دی کړی او نه هم د خبرو لپاره کوم رسمي مهالوېش وړاندې شوی دی.
د سرفراز بګټي څرګندونې په داسې وخت کې شوې دي چې بلوچستان په وروستیو کلونو کې د وسله والو بریدونو او امنیتي پېښو له زیاتوالي سره مخ دی.
د صوبايي حکومت دریځ دا دی چې له یوې خوا به د وسله والو پر ضد امنیتي کارروایۍ روانې وي او له بلې خوا به د هغو کسانو لپاره د خبرو لار خلاصه وي چې له تاوتریخوالي لاس اخلي.


نعيم اچکزئي