کوټه : د سوي سدرن ګاز کمپنۍ وايي، چې د کچي ضلعې په بولان سیمه کې د ۱۸ اِنچه مرکزي ګاز پایپ لاین د چاودنې له درېیو ورځو وروسته هم د بیا رغونې کار نه دی پېل شوی.
کمپنۍ وايي، چې د بیا رغونې ډله چمتو ده، خو د امنیتي ادارو له خوا سیمې ته د ننوتو د اجازې په انتظار ده. تر څو چې امنیتي اجازه ترلاسه نه شي، تخنیکي ډله زیانمن شوي پایپ لاین ته نه شي رسېدلی.
د پایپ لاین د خرابېدو له امله کولپور، مچ، مستونګ، قلات، پښین، زیارت او د کوټې په ګڼو سیمو کې د ګاز رسونه بنده شوې او یا له کم فشار سره مخ ده.
سوي سدرن ګاز کمپنۍ ویلي دي، چې پایپ لاین ته سخت زیان رسېدلی او د امنیتي اجازې له ترلاسه کېدو وروسته به د بیا رغونې کار سمدستي پېل شي.
د یادونې وړ ده، چې د بلوچستان د کچي ضلعې په بولان سیمه کې ،د اګست په ۱۲مه، ناڅرګنده کسانو د سوي سدرن ګاز کمپنۍ د ۱۸ انچه مرکزي ګاز پایپ لاین په چاودېدونکو موادو الوزولی و، چې له امله یې کوټې او د صوبې ګڼو نورو سیمو ته د ګاز رسد بند یا سخت اغېزمن شوی دی.
د سوي سدرن ګاز کمپنۍ په وینا، چاودنه د بولان په ګورکټ سیمه کې شوې وه. د پېښې ځای د کوټې ـ سبي له مرکزي سړک څخه شاوخوا ۷۰۰ تر ۸۰۰ متره لرې دی. کمپنۍ ویلي وو، چې د چاودنې له امله د ۱۸ انچه مرکزي پایپ لاین یوه برخه سخت زیانمنه شوې او په نتیجه کې یې د ګاز جریان پرې شوی دی.
تر اوسه د چاودنې مسئولیت کومې وسلهوالې ډلې نه دی منلی


نعيم اچکزئي