د زابل ولایت ،د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست، وایي چې په سیمه کې ،د اوو بېلابېلو موسیسو او غیر دولتي مرستندویه ادارو له لوري، د سیلاب ځپلو سره د مرستو وېش پېل شوی دی.
د یاد ریاست مطبوعاتي مسؤول، سمیع الله وردګ، شال نیوز ته نن د اپریل پر ۲۶مه ويلي چې د پسرلنیو اورښتونو له امله په مرکز قلات او یو شمېر ولسوالیو کې سلګونه کورنۍ په جزوي او بشپړ ډول زیانمنې شوې دي.
نوموړي زیاته کړه چې له نړیوالو مرستندویه بنسټونو سره په همغږۍ سروی ترسره شوې، او مستحقې کورنۍ پیژندل شوې دي او ورته د ۱۴ قلمه بېلابېلو توکو مرسته ووېشل شوه.
د هغه په وینا، هڅه روانه ده چې دا مرستې نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي.
بلخوا، مرسته شوي کسان د یادو مرستو هرکلی کوي او وایي چې وروستیو سېلابونو یې کورونو ته سخت زیانونه اړولي دي. هغوي له اړوندو بنسټونو د مرستو د دوام غوښتنه کوي.

بریال منګل