ملاکنډ : د ملاکنډ ډویژن په بېلابېلو ضلعو کې د نان کسټم پېډ موټرو د ثبت او ریکارډ برابرولو چارې تېزې شوې دي او د موټرو مالکانو ته ویل شوي دي چې د ستمبر تر ۳۰مې پورې دې خپل موټر ثبت او اړوند اسناد بشپړ کړي.
د ،اګست په ۱۴مه، خپور شوي راپور له مخې، د ملاکنډ ډویژن په یو شمېر سیمو کې له وروستیو مالیاتي بدلونونو وروسته د نان کسټم پېډ موټرو د معلوماتو راټولولو او ثبت فعالیتونه زیات شوي دي.
خو تر اوسه صوبايي حکومت یا د ایکسایز ادارې داسې واضح او تفصیلي سرکاري نوټیفیکېشن نه دی خپور کړی چې پکې د ثبت بشپړه طریقه، فیسونه، ضروري اسناد او د ستمبر له ۳۰مې وروسته د قانوني کارروایۍ نوعیت روښانه شوی وي.
همدا وجه ده چې د موټرو د مالکانو ترمنځ د ممکنه جریمې، موټرو د نیولو او نورو قانوني اقداماتو په اړه بېلابېل معلومات خپرېږي، خو د دغو اقداماتو بشپړ رسمي تفصیل لا نه دی وړاندې شوی.
د خیبر پښتونخوا د ایکسایز او ټېکسیشن ادارې په ۲۰۲۴م کال کې ویلي وو چې په ملاکنډ ډویژن او ضم ضلعو کې یې د ۱۱۰ زرو نه د زیاتو نان کسټم پېډ موټرو معلومات راټول کړي دي. په دې معلوماتو کې د مالک نوم، د انجن نمبر او د چیسز نمبر شامل وو، څو وروسته د دغو موټرو لپاره یوه قانوني او مالیاتي تګلاره جوړه شي.
د ملاکنډ اوسېدونکي وايي، چې په سیمه کې د مالیاتو د عملي کېدو له تازه بهیر سره د موټرو د ثبت موضوع هم د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي. د جولایۍ له لومړۍ نېټې راهیسې په ملاکنډ ډویژن کې د مالیاتو د راټولولو پر اقداماتو سوداګرو او نورو ځايي حلقو احتجاجونه هم کړي دي.
مهم وضاحت: د ستمبر ۳۰مه د ثبت لپاره یاده شوې وروستۍ نېټه ده، خو تر دې مهاله دا خبره په واضح سرکاري اعلان کې نه ده تشریح شوې چې له دې نېټې وروسته به هر ناثبت شوی موټر خامخا ضبط کېږي او که به پرې مشخصه جرمانه لګېږي.


شال نیوز