ډومېل : بنو پولیس وايي، چې د ډومېل پولیس تاڼې په حدودو کې یې د ترهګرۍ ضد ادارې، سي ټي ډي، او امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې درې وسله وال وژلي او شپږ پولیس سرتېري لږ ژوبل شوي دي. د بنو پولیسو د بیان له مخې، استخباراتي معلوماتو پر بنیاد دغه عملیات ،د اګست په ۱۳مه، د ډومېل په اسپرکه، سیدوان او اکبر علي خان کلي سیمو کې شوي دي.

پولیس وايي، چې د عملیاتو پر مهال د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ سختې ډزې شوې، چې په نتیجه کې یې درې وسله وال وژل شوي دي. د یو وژل شوي وسله وال مړی د پولیسو لاس ته ورغلی، خو د وژل شویو کسانو د شناخت عمل لا روان دی.

د پولیسو په وینا، په نښته کې شپږ پولیس سرتېري هم لږ ژوبل شوي، چې روغتون ته رسول شوي او حالت یې له خطره بهر دی.

د عملیاتو مشري د بنو ضلعي پولیسو مشر کېپټن ریټایرډ ،محمد فرقان بلال، کوله او د بنو ریجن پولیس مشر رب نواز خان یې مستقیمه څارنه کوله. په عملیاتو کې د پلټنو ایس پي طاهر خان، د سي ټي ډي ایس پي فضل واحد خان، نور پولیس افسران، سرتېري او امنیتي ځواکونه هم شامل وو.

پولیس دعوه کوي، چې له وژل شویو وسله والو څخه یې یو کلاشنکوف، دوه لاسي بمونه او درې میګزینونه هم ترلاسه کړي دي.

د بنو ریجن پولیس مشر رب نواز خان ویلي دي، چې په سیمه کې به د وسله والو پر ضد عملیات دوام لري. د بنو ډي پي او محمد فرقان بلال هم ویلي دي چې پولیس به د خلکو د ځان او مال د ساتنې او د امن د ټینګښت لپاره خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.

همدا مهال، د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسله والې ډلې دا نښتې تایید کړې دي او د یو وسله وال د وژنې پخلی یې کړی دی خو د یاد وسله وال په اړه یې نور تفصیل ندی خپور کړی.