مینګوره : د سوات په مینګوره کې ،د اګست په ۱۳مه، د سوات قامي جرګې تر سیوري لاندې د سیاسي ګوندونو، سوداګرو، وکیلانو او مدني ټولنې لویه جرګه شوې، چې پکې په سوات او ملاکنډ ډویژن کې د هر ډول نوي پوځي عملیاتو مخالفت شوی او له حکومت څخه غوښتنه شوې ده چې په یوه میاشت کې دې له سیمې وسله وال وباسي او تلپاتې امن دې ټینګ کړي.

جرګې خبرداری ورکړی دی، چې که حکومت په ټاکلې موده کې د امن لپاره عملي ګامونه پورته نه کړي، نو لومړی به لوي احتجاجي جلسه، وروسته به پر مهمو لارو نامعلومې مودې لپاره پرلت او په وروستي پړاو کې به د اسلام‌ اباد پر لور لانګ مارچ وشي.

د جرګې ویناوالو وویل، چې سوات او د ملاکنډ ډویژن نورې سیمې له ۲۰۰۷م کال راهیسې د ناامنۍ، وسله والو فعالیتونو، پوځي عملیاتو، طبیعي افتونو او سېلابونو له امله سختې ځپل شوې دي. د دوي په وینا، دغو حالاتو سیمه‌ ییز اقتصاد زیانمن کړی او د سیاحت کاروبار یې هم سخت اغېزمن کړی دی.
 

ویناوالو وویل، چې د سیمې خلک نور نه د جګړې او پوځي عملیاتو د اغېزو د زغملو توان لري او نه په اوسنیو اقتصادي شرایطو کې د نویو ټیکسونو ورکولو وس.

جرګې د خیبر پښتونخوا د صوبايي حکومت له خوا د کېپرا او نورو صوبايي ټیکسونو د نافذولو د پرېکړې بېرته اخیستل وستایل، خو له وفاقي حکومت څخه یې هم وغوښتل چې په ملاکنډ ډویژن او ضم شوو ضلعو کې د وفاقي ټیکسونو د لګولو پرېکړه ختمه کړي.

د جرګې ګډونوالو دا غوښتنه هم وکړه چې د ملاکنډ ډویژن پخوانی ځانګړی حیثیت دې بېرته بحال شي او سیمه دې د ټیکسونو له هغو اسانتیاوو برخمنه کړل شي چې وړاندې یې لرلې.

د جرګې له پای وروسته د سوات ګرېنډ جرګې صدر او د مټې پخواني تحصیل ناظم ،عبدالجبار خان، په اعلامیه کې وویل، چې د سوات او ټول ملاکنډ ډویژن خلک مستقل او تلپاتې امن غواړي او ریاست او اړوندو ادارو ته یوه میاشت وخت ورکوي چې په سیمه کې د وسله والو موجودیت ختم کړي.

په اعلامیه کې ویل شوي دي، چې که غوښتنې ونه منل شي، د سوات خلک، سیاسي او غیرسیاسي تنظیمونه، سوداګر او مدني ټولنه به ګډه لویه احتجاجي جلسه کوي. که له دې وروسته هم د امن او ټیکسونو په اړه غوښتنې ونه منل شوې، نو د سیمې مهمې لویې لارې به د نامعلومې مودې لپاره وتړل شي او پرلت به پېل شي.

جرګې ته د صوبايي اسمبلۍ غړي فضل حکیم خان، د قامي اسمبلۍ غړي ډاکټر امجد علي خان، پخواني ایم اېن ای ډاکټر حیدر علي خان، د عوامي نېشنل ګوند ضلعي صدر شیر شاه خان، ظاهر شاه رورجان، د پاکستان پیپلز پارټۍ ډویژنل صدر ملک اکرم خان، د جماعت اسلامي اختر علي خانجي او محمد امین، د جمعیت علما اسلام اعجاز خان او د پښتونخوا نېشنل پارټۍ عمر علي خان یوسفزي ویناوې وکړې.

همداراز سلیم خان، فضل احد لالا جي، د ملاکنډ ډویژن ټرېډرز فېډرېشن صدر عبدالرحیم، د سوات قامي جرګې ویاند احمد شاه، عرفان خان چټان، د مسلم لیګ ن ډویژنل صدر واجد علي خان، ضلعي صدر قوي خان اېډووکېټ، پخواني ضلعي ناظمان جمال ناصر خان او محمد علي شاه او نورو هم جرګې ته خبرې وکړې.

ویناوالو وویل، چې د سوات او ملاکنډ خلکو په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې د ناامنۍ او وسله والو فعالیتونو له امله درنه بیه ورکړې او اوس د ریاست ذمه واري ده چې د خلکو د تحفظ، تلپاتې امن، سیاحت او سیمه‌ ییز اقتصاد د بیا بحالولو لپاره څرګند او عملي ګامونه پورته کړي.