منګلور : د سوات د منګلور شالدرې په سیمه کې ،د اګست په ۱۴مه، یو فیلډر موټر د بریکونو خرابېدو له امله له سړکه اوښتی او یوې ژورې کندې ته لوېدلی دی. د ریسکیو ۱۱۲۲ سوات د ویاند په وینا، په موټر کې ټول ۱۰ کسان سپاره وو چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو.
د پېښې له امله درې کسان، چې یوه ښځه هم پکې شامله ده، پر ځای مړه شوي دي.
د ریسکیو ۱۱۲۲ ډلې سیمې ته رسېدلي او ټپیانو ته یې لومړنۍ مرستې ورکړې دي. څلور سخت ټپیان د ریسکیو ۱۱۲۲ امبولانسونو له لارې د سیدو شریف مرکزي روغتون ته انتقال شوي، په داسې حال کې چې درې ماشومان د ځايي موټر له لارې منګلور روغتون ته وړل شوي دي.


عصمت علي اخون