پېښور : د خیبر پښتونخوا حکومت د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت نن ،د اګست پر ۱۴مه، په ټوله صوبه کې د شاوخوا ۱۴ لکو نیالګیو د کرلو لوي کمپاین پېلوي. د صوبايي حکومت په وینا، د دې کمپاین موخه د ځنګلونو پراخول، د چاپېریال ساتنه او د اقلیمي بدلونونو د اغېزو کمول دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت د روان کال د مارچ پر ۲۳مه هم د یوې ورځې په ترڅ کې د لس لکو نیالګیو د کرلو کمپاین ترسره کړی و. د هماغه کمپاین پر مهال صوبايي چارواکو اعلان کړی و چې د اګست پر ۱۴مه به د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د ۱۴ لکو نورو نیالګیو د کرلو لپاره چمتووالی نیول کېږي.

ټاکل شوې ده چې د ځنګلونو ادارې، ضلعي انتظامیې، حکومتي ادارې، تعلیمي مرکزونه او ولسي رضاکاران د صوبې په بېلابېلو ضلعو کې د نیالګیو د کرلو په بهیر کې برخه واخلي.

د حکومت د «احساس شجر» پروګرام هم د اګست ۱۴مې په مناسبت له خلکو غوښتي دي چې د خپلواکۍ ورځ د ونو په کرلو او د شنې او پاکې خیبر پښتونخوا لپاره په عملي ونډه اخیستو ولمانځي.