سوات کې د ترهګرۍ د مخنیوي او د ټیکسونو پر ضد قومي جرګه ترسره شوه. جرګې حکومت ته د ترهګرۍ د ختمولو لپاره یوه میاشت مهلت ورکړ او د غوښتنو د نه منل کېدو په صورت کې یې اسلام‌اباد ته د لانګ مارچ ګواښ وکړ. جرګې د نوي پوځي عملیاتو د نه منلو اعلان وکړ او د ملاکنډ ډویژن د جداګانه حیثیت د بېرته بحالولو او د ټیکسونو د بېرته اخیستو غوښتنه یې وکړه.