د بر دیر په بازار کې د دودیزو چاقوانو جوړولو هنر له نسلونو راهیسې ژوندی پاتې شوی دی. ځايي کاریګر اوس هم په خپلو لاسونو چاقوان جوړوي او د پخوانیو طریقو ترڅنګ له عصري وسایلو هم کار اخلي، څو د دیروجي چاقو دا ځانګړی هنر ژوندی وساتي. کاریګر وايي، د دغو چاقوانو په جوړولو کې د رېل پټلۍ او بېېرنګ اوسپنه هم کارول کېږي، چې له امله یې چاقوان تېز، کلک او غښتلي وي. د دیروجي چاقوانو د ځانګړي جوړښت او کیفیت له امله د پښتونخوا له بېلابېلو سیمو خلک بر دیر ته ورځي او د خپلې خوښې چاقوان اخلي. ځايي هنرمندان وايي، که حکومت د روزنې، عصري وسایلو، بازارموندنې او کاروباري اسانتیاوو زمینه برابره کړي، دا دودیز چاقوان نړیوالو بازارونو ته هم رسېدای شي او د سیمې د سلګونو کاریګرو لپاره د روزګار فرصتونه نور هم پراخېدلی شي.


جاوید ملنګ