د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز د ۷ شرکتونو سره یوه لوظنامه کړې ده چې د لاندې به یې یو ملین څاروي بهرنیو هیوادونو ته لېږل کېږي، ترڅو د هېواد په زرمبادله کې اضافه وشي.
د معلوماتو لمخې، د چین "ګلوبل میټ کمپني" به په پنجاب کې د سرکاري ادارې (پیمکو) سره په شریکه یو لوي یونټ لګوي چې پکې به د برامد کولو لپاره په لویه کچه غوښه تیارېږي او د ۳ لکه غواګانو، مېښو او ۳ لکه ګډو او وزو د چاغولو هدف هم ټاکل شوی دی.
حکومت اعلان کړی، چې د څاروو د صحت لپاره به د صوبې په هر تحصیل کې به د څاروو د درملنې جدید روغتونونه جوړوي او په هر تحصیل کې به څلور ګرځنده (موبایل) ډسپنسرۍ هم کار کوي ترڅو د خلکو په کورونو کې د څاروو علاج وشي.
اعلی وزیرې مریم نواز د کلیوالو ښځو لپاره د وړیا څاروو کوټه دوه چنده کړې ده او پرېکړه شوې چې د جنوبي پنجاب په ۱۲ ضلعو کې به ۹،۲۵۵ څاروي په کونډو او طلاق شوو ښځو وېشل کېږي.
د پنجاب په تاریخ کې د وړومبي ځل لپاره په مالدارۍ کې د ماشینونو استعمال متعارف کېږي او حکومت به په دغو ماشینونو باندې تر ۶۰ فیصده پورې رعایت (سبسیدي) ورکوي، د دې ترڅنګ د ایکسپورټ د هدف پوره کولو لپاره به ۲ ملین څارویو ته ځانګړي ټېګونه هم لګول کېږي.

شال نیوز