په پاکستان کې د واکسینو د نړيوالې هفتې په موقع جاري شوي سرکاري شمېرې ښيي چې سږ کال د شري ناروغۍ د هېواد په کچه ۷۱ ماشومان مړه کړي دي چې پکې یوازې په سیند صوبه کې ۴۰ ماشومان شامل دي او د پنجاب او خېبر پښتونخوا نه هم د ۱۲، ۱۲ ماشومانو د مړیني پخلی شوی دی.
د صحت د برخې چارواکي وایي چې په تېرو دریو میاشتو کې د شري ۴،۵۴۱ پخې پېښې مخې ته راغلي دي چې پکې خېبر پښتونخوا د ۱،۷۱۲ پېښو سره تر ټولو مخکې ده او په پنجاب او سیند کې هم د یو زر نه زیاتې پېښې راپور شوي دي.
د سیند صوبې د حفاظتي ټیکو د پروګرام مشر ،ډاکټر راج کمار، وایي چې د کرونا په وخت کې د پاتې شوو ماشومانو له امله د ناروغیو دا پېښې سېوا شوي دي خو حکومت کوشش کوي چې د خیرپور او نورو حساسو سیمو کې د ټیکو لګولو عمل تېز کړي ترڅو د ماشومانو ژوند وژغورل شي.
د پاکستان میډیکل ایسوسي ایشن او نورو پوهانو په دې صورتحال باندې سخته اندېښنه ښودلې ده او وایي چې په ملک کې دا مهال د یو ملین نه زیات داسې ماشومان دي چې تر اوسه ورته یو ټیکه هم نه ده لګېدلې او د دې خطرناک وضعیت د مخنیوي لپاره پکار ده چې په کور دننه د واکسینو جوړولو کارخانې ولګول شي.

شال نیوز