کوټه : د بلوچستان د کچي ضلعې په بولان سیمه کې ناڅرګنده کسانو د سوي سدرن ګاز کمپنۍ د ۱۸ انچه مرکزي ګاز پایپ لاین په چاودېدونکو موادو الوزولی، چې له امله یې کوټې او د صوبې ګڼو نورو سیمو ته د ګاز رسد بند یا سخت اغېزمن شوی دی.
د سوي سدرن ګاز کمپنۍ په وینا، چاودنه ،د اګست په ۱۲مه، د بولان په ګورکټ سیمه کې شوې ده. د پېښې ځای د کوټې ـ سبي له مرکزي سړک څخه شاوخوا ۷۰۰ تر ۸۰۰ متره لرې دی. کمپنۍ ویلي دي، چې د چاودنې له امله د ۱۸ انچه مرکزي پایپ لاین یوه برخه سخت زیانمنه شوې او په نتیجه کې یې د ګاز جریان پرې شوی دی.
د پایپ لاین له زیانمنېدو وروسته کولپور، مچ، مستونګ، قلات، پښین، زیارت او د کوټې ګڼې سیمې اغېزمنې شوې دي. په ځینو سیمو کې د ګاز رسد په بشپړه توګه بند شوی، په داسې حال کې چې په نورو سیمو کې د ګاز فشار د پام وړ کم شوی دی.
سوي سدرن ګاز کمپنۍ ویلي دي، چې تخنیکي ډلې یې د زیانمن شوي پایپ لاین د ترمیم لپاره تیارې دي، خو د امنیتي ادارو له خوا سیمې ته د تګ د اجازې انتظار کوي. د کمپنۍ په وینا، د امنیتي اجازې له ترلاسه کېدو وروسته به د ترمیم کار پېل شي او هڅه به وشي چې اغېزمنو سیمو ته د ګاز رسد زر تر زره بېرته بحال شي.
تر اوسه د پایپ لاین د بشپړ ترمیم او د ګاز د رسد د عادي کېدو لپاره کوم ټاکلی وخت نه دی اعلان شوی. هېڅ وسله والې ډلې تر دې دمه د چاودنې ذمه واري نه ده منلې او د برید د عاملینو هویت هم نه دی معلوم شوی.
په بلوچستان کې تر دې وړاندې هم د ګاز پایپ لاینونه په ورته چاودنو کې په نښه شوي دي. د صوبې د ګاز د رسد په شبکه کې دغه پایپ لاینونه مهم رول لري او زیانمنېدل یې په یو وخت د ګڼو ښارونو او ضلعو کورني، سوداګریز او صنعتي صارفین اغېزمنوي.
سوي سدرن ګاز کمپنۍ د بولان د پایپ لاین زیانمنېدل او د ګاز د رسد اغېزمنېدل تایید کړي، خو د چاودنې په تړاو د عاملینو د نیولو یا پېژندلو په اړه تر اوسه کوم رسمي پرمختګ نه دی اعلان شوی.


نعيم اچکزئي