رستم : د مردان ضلعې په رستم تحصیل کې د پاکستان مرکزي مسلم لیګ له لوري د خپلواکۍ ورځې د لمانځنې په مناسبت د روزنیزې غونډې ترڅنګ ۲۰۰ فټه اوږد پاکستانی بیرغ نندارې ته وړاندې شو.

د غونډې پر مهال سلګونو ځوانانو دغه بیرغ د حاجي اباد رستم بونیر پر سړک په خپلو لاسونو پورته کړ او د پاکستان له ملي ورځې سره یې د یووالي او مینې څرګندونه وکړه.

د اګست په ۱۲مه، په دې مناسبت جوړه شوې روزنیزه غونډه کې دیني عالمانو، د سیمې مشرانو او ګڼ شمېر خلکو ګډون کړی و. په غونډه کې مولانا ابو عکاشه منصور، حافظ عبدالناصر او د پاکستان مرکزي مسلم لیګ د رستم تحصیل مشر خالد عاصم وینا وکړه.

ویناوالو وویل چې له خپل هېواد سره مینه او د هېواد د دفاع لپاره قرباني ورکول د هر وګړي مسؤولیت دی او د پاکستان د جوړېدو او خپلواکۍ ارزښت یې بیان کړ. دوي د هېواد د امنیتي ځواکونو د قربانیو یادونه هم وکړه او پر ملي یووالي او د هېواد د دفاع لپاره د خلکو پر ملاتړ یې ټینګار وکړ.

د غونډې په پای کې د پاکستان د امنیت، ثبات او سوکالۍ لپاره دعا هم وشوه.