پاړاچنار : د کرمې ضلعې انتظامیې د څلورو ورځو بندښت وروسته نن ،د اګست په ۱۳مه، پر متبادل لارو د خلکو او ګاډو تګ راتګ ته اجازه ورکړې، خو د پېښور ـ پاړاچنار مرکزي سړک لا هم د عام تګ راتګ لپاره بند دی.

د ضلعي انتظامیې په وینا، په وروستیو ورځو کې د ډزو له یوې پېښې وروسته د امنیتي اندېښنو له امله د تګ راتګ لارې تړل شوې وې. انتظامیه وايي، چې د وضعیت تر ارزونې وروسته پر متبادل لارو د تګ راتګ اجازه ورکړل شوې ده، خو د مرکزي سړک د بشپړ پرانیستلو لپاره اقدامات لا روان دي.

اېډیشنل ډپټي کمشنر عامر نواز ویلي دي، چې د پېښور ـ پاړاچنار مرکزي سړک د بشپړ پرانیستلو او په سیمه کې د امن د ټینګښت لپاره اړوندې ادارې کار کوي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، چې د مرکزي سړک د اوږدمهاله بندښت له امله د کرم خلک له سختو ستونزو سره مخ دي او د خوراکي توکو، درملو او د ورځني ژوند د نورو ضروري توکو په رسولو کې خنډونه رامنځته شوي دي.

ځايي خلک وايي، چې د لارې بندښت تر ټولو زیات ناروغان، زده‌ کوونکي، سوداګر او هغه کسان اغېزمن کړي دي چې د کار، علاج او نورو ضرورتونو لپاره پېښور او د هېواد نورو سیمو ته سفر کوي. د هغوی په وینا، خلک د مرکزي سړک پر ځای د اوږدو او خرابو متبادل لارو کارولو ته اړ دي چې له امله یې د سفر وخت او لګښت دواړه زیات شوي دي.

ډرایوران وايي، چې د اوږدې مودې راهیسې پر متبادل لارو د ګاډو د تګ راتګ له امله د دوي موټرو ته زیان رسېږي، د تېلو مصرف زیات شوی او د ګاډو د ترمیم لګښتونه هم ورسره لوړ شوي دي. دوي وايي، چې د دغو اضافي لګښتونو د پوره کولو لپاره له مسافرو د زیاتې کرایې اخیستو ته اړ کېږي، چې په نتیجه کې یې پر عامو خلکو هم مالي بار زیات شوی دی.

ټولنیز مشر حاجي جمیل حسین وايي، چې د سیمې خلک له اوږدې مودې راهیسې د لارو د بندښت له امله له غیر یقيني حالت سره مخ دي او د هغوي کاروبار، تګ راتګ او نورې ورځنۍ چارې سختې اغېزمنې شوې دي. هغه وویل، چې په سیمه کې د امن د ټینګښت له هڅو سره سره د مرکزي لارې دوامداره بند پاتې کېدل د خلکو ستونزې نورې هم زیاتوي.

حاجي جمیل حسین له حکومت، ضلعي انتظامیې او اړوندو ادارو غوښتنه کړې ده چې د پېښور ـ پاړاچنار مرکزي سړک د مستقل او خوندي پرانیستلو لپاره سمدستي او عملي اقدامات وکړي.

د هغه په وینا، یوازې د لنډ وخت لپاره د متبادل لارو پرانیستل د ستونزې مستقل حل نه شي کېدی، بلکې د مرکزي سړک دوامداره پرانیستل به د خلکو د ازاد تګ راتګ، سوداګریزو فعالیتونو او عادي ژوند د بحالۍ لپاره مهم وي.

د سیمې اوسېدونکو هم له حکومتي او امنیتي ادارو غوښتنه کړې ده چې د کرمې د لارو مسئله په ترجیحي بنیادونو حل کړي، څو خلک له لوړو کرایو، اوږدو سفرونو او د خوراکي توکو او درملو د رسولو له ستونزو خلاص شي او عادي ژوند ته ستانه شي.