د ايران د خارجه چارو وزير ،عباس عراقچي، په مشرۍ کې لوړ پوړی وفد، د اپرېل په ۲۵مه، د شنبې په شپه د پاکستان نه بېرته لاړ.
دغه وفد اسلام اباد ته ،د اپرېل په ۲۴مه، د امريکا او ايران ترمنځ د روان تاوتريخوالي د کمولو او د احتمالي سولې د خبرو اترو لپاره راغلی و، خو داسې ښکاري چې دا ډيپلوماټيکي مشورې بې نتيجي پاتې شوې.
د ايران خارجه وزير په اسلام اباد کې د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف او د پوځ مشر جنرال عاصم منير سره تفصيلي ليدنې وکړې. په دغه ليدنو کې د سيمي په حالاتو او په خاصه توګه د هرمز په تنګي کې د امريکايي سمندري بنديزونو په اړه خبرې وشوې.
ايراني وفد پاکستاني چارواکو ته په ډاګه کړه چې تر څو امريکي لخوا ،د ایران په بندرونو، لګولی شوي سمندري بنديزونه نه وي ختم شوي، دوي به د امريکايي استازو سره مخامخ خبرې ونه کړي.
بلخوا د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ اسلام اباد ته د خپل وفد سفر لغوه کړ او وې وېل چې ايران لا هم سنجيده خبرو ته تيار نه دی. که څه هم پاکستان هڅه وکړه چې د منځګړي په توګه دواړه غاړې يو مېز ته راولي، خو د دواړو هېوادونو د سختو شرطونو له امله دا هڅه بريالۍ نه شوه.

شال نیوز