ګوهر محسود

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (آيي ايس پي آر) شمالي وزيرستان کې د ۸ وسلوالو د وژلو ادعا کړې ده۔ آيي ايس پي آر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې امنیتي ځواکونو د ډیورنډ کرښې ته نږدې د وسله والو یوه ډله په نښه کړې ده. د پوځ په وینا، دا نښته د چهارشنبې په ورځ هغه مهال رامنځته شوه چې اته تنه وسله وال، چې پاکستان ورته د "فتنه الخوارج" (TTP) نوم کاروي، ووژل شول.

د پاکستان دریځ او نیوکې

پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې دا وسله وال د پولې له پورې غاړې (افغانستان) څخه راغلي وو. پوځ په خپله اعلامیه کې ویلي: "دا پېښه یو ځل بیا دا ثابتوي چې د افغانستان سرپرست حکومت د خپلې پولې په سم مدیریت کې پاتې راغلی. کابل باید خپله خاوره د نورو پر ضد کارولو ته پرېنږدي."

ولسمشر آصف علي زرداري هم د ځواکونو د بروقت اقدام ستاینه کړې او له افغان طالبانو یې غوښتي چې د خپلو ژمنو سره سم د ترهګرۍ مخه ونیسي.

د افغان طالبانو غبرګون

بل لور ته، د افغانستان د طالبانو حکومت تل دا ډول تورونه رد کړي دي. د کابل چارواکي ټینګار کوي دوی اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد، په ځانګړې توګه د پاکستان پر ضد وکارول شي. په پاکستان کې دننه امنیتي پېښې د دغه هیواد کورنۍ ستونزه ده او اسلام اباد باید د خپلو ناکامیو پړه پر کابل وانچوي. طالبان وایي چې د دوحې د تړون له مخې خپلو ژمنو ته وفادار دي او د پولې کنټرول لپاره خپلې هڅې کوي.

د 'عزم استحکام' عملیات

 

دا پېښه په داسې حال کې شوي ده چې پاکستان د "عزم استحکام" تر نوم لاندې د ترهګرۍ ضد نوې تګلاره پر مخ بیايي. اسلام اباد وایي دا عملیات به تر هغه وخته دوام لري چې د دوی په وینا د بهرنیو په ملاتړ روانه ترهګري په بشپړ ډول له منځه لاړه شي.