پېښور : د خیبر پښتونخوا کابینې د ضم شویو قبایلي ضلعو او ملاکنډ ډویژن لپاره د ټېکس په برخه کې د اسانتیاوو ترڅنګ، د باجوړ د هدفي بریدونو د وژل شویو او ژوبلو کسانو لپاره د ځانګړې مالي معاوضې او د تعلیم او ځوانانو د پروګرامونو لپاره د اضافي بودجې منظوري ورکړې ده.
د ،اګست په ۱۲مه، د کابینې په ۵۶مه غونډه کې د شوې فیصلې له مخې، په ضم شویو قبایلي ضلعو او ملاکنډ ډویژن کې ځايي خدمتونه وړاندې کوونکي به د خدماتو له سېلز ټېکس څخه معاف وي. کابینې د دې مقصد لپاره دوه اړوندې مسودې منظورې کړې دي.
صنعتي ادارو ته هم د سېلز ټېکس په برخه کې اسانتیا ورکړل شوې او د فیصلې له مخې به دغه ادارې د سېلز ټېکس له کټوتۍ او ساتلو څخه معافې وي. د صوبايي حکومت په وینا، د ټېکس دغه اسانتیاوې د ضم شویو قبایلي ضلعو او ملاکنډ ډویژن د کاروباري او صنعتي فعالیتونو د اسانه کولو او په دغو سیمو کې د اقتصادي فعالیتونو د پراخولو لپاره منظورې شوې دي.
کابینې د باجوړ په وروستیو هدفي بریدونو کې د وژل شویو کسانو د کورنیو لپاره هم ځانګړې مالي معاوضه منظوره کړې ده. د فیصلې له مخې به د هر وژل شوي کس کورنۍ ته یو کروړ روپۍ ورکول کېږي. په دغو پېښو کې د سختو او معمولي ژوبلو کسانو لپاره د ۲۵ لکو روپیو معاوضه هم منظوره شوې ده.
د دې ترڅنګ، کابینې په صوبه کې د نورو ورته پېښو لپاره د معاوضې عمومي اندازه هم لوړه کړې ده. د نوې فیصلې له مخې به د وژل شوي کس کورنۍ ته د لسو لکو روپیو پر ځای ۵۰ لکه روپۍ ورکول کېږي، په داسې حال کې چې د سخت ژوبل شوي کس لپاره به ۱۵ لکه روپۍ معاوضه ورکول کېږي.
کابینې د ځوانانو لپاره د «احساس نوجوان پروګرام» بودجه هم له درې اربه روپیو څخه پنځه اربه روپیو ته لوړه کړې ده. د دې پروګرام مقصد ځوانانو ته د کاروبار، روزګار او اقتصادي فعالیتونو لپاره مالي اسانتیاوې برابرول دي.
په تعلیمي برخه کې کابینې د ضم شویو قبایلي ضلعو د ماډل ښوونځیو لپاره ۱۸ کروړه او ۸۸ لکه روپۍ منظورې کړې دي. د چترال د لانګلېنډز ښوونځي لپاره هم شپږ کروړه روپۍ منظورې شوې دي. کابینې له نهم جماعت څخه تر دولسم جماعت پورې د ټولو زده کوونکو لپاره د وړیا درسي کتابونو د ورکولو منظوري هم ورکړې ده.
د کابینې دا فیصلې په داسې وخت کې شوې دي چې د ضم شویو قبایلي ضلعو سوداګر او صنعتکاران له اوږدې مودې راهیسې د ټېکس د رعایتونو او اقتصادي اسانتیاوو غوښتنه کوي، په داسې حال کې چې په باجوړ او د صوبې په نورو ناامنو سیمو کې د هدفي بریدونو او نورو امنیتي پېښو له امله د متاثره کورنیو لپاره د مالي معاوضې د زیاتولو غوښتنې هم موجودې دي.


شال نیوز