د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې د سپیني ماڼۍ د خبریالانو دودیزه مېلمستیا هغه مهال په وېره او ګډوډۍ بدله شوه، چې یو وسله وال کس په هوټل کې دننه پر امنیتي ساتونکو ډزې وکړې.
په دې برید کې ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه کابینې ته زیان نه دی رسېدلی، خو پېښې یو ځل بیا دا پوښتنه راپورته کړې ده چې ولې ولسمشر ټرمپ په نښه کېږي؟
د واشنګټن هیلټن پېښه؛ دقیقه په دقیقه
د شنبې په ماښام د واشنګټن هیلټن په تاریخي تالار کې شاوخوا ۲۶۰۰ مېلمانه راټول وو. د شپې په ۹:۴۵ بجو کله چې ولسمشر ټرمپ او لومړۍ مېرمن میلانیا ټرمپ تالار ته ننوتل، فضا له خنداګانو ډکه وه، خو یوازې څو دقیقي وروسته په ۹:۵۸ بجو یو شکمن کس چې په چرهيیز ټوپک سمبال و، غوښتل یې د امنیتي پلټنې له ساحې تېر شي.
په ۱۰:۰۱ بجو بریدګر پر یوه امنیتي ساتونکي ډزې وکړې چې غږ یې په ټول تالار کې انګازې وکړې. د سیکرټ سروس مامورینو په چیغو پېل وکړ چې "لاندې شئ!" او په ۱۰:۰۵ بجو ولسمشر ټرمپ او مېرمن یې د یوې خوندي لارې له لارې له هوټل څخه وایستل شول. په تالار کې مېلمانه یو پر بل لوېدل او ځینو لوړپوړو چارواکو لکه مارکو روبیو او رابرټ ایف کینډي د مېزونو تر شا پناه واخیسته.
د مرګ له خولې؛ پر ټرمپ د بریدونو تاریخچه
دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې ډونلډ ټرمپ په تېرو دوو کلونو کې له دریو مرګوني بریدونو روغ وتلی دی. لومړی برید د ۲۰۲۴ کال په جولاۍ کې په پنسلوانیا کې وشو. دویمه هڅه د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې په فلوریډا کې وه چې یو وسله وال کس د ګولف لوبې میدان ته نږدې په بوټو کې پټ و خو مخکې له ډزو ونیول شو. د واشنګټن هیلټن تازه برید د دغو هڅو دریمه کړۍ ده چې یو ځل بیا یې د امریکا امنیتي ادارې تر سخت فشار لاندې راوستې دي.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې؛ موږ نه تسلیمېږو
له پېښې لږ ځنډ وروسته، ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې یوې بېړنۍ خبري غونډې ته راڅرګند شو. هغه چې په لیدلو کې سخت خو هوډمن ښکارېده، وویل چې دوي غوښتل زموږ غږ غلی کړي، خو موږ دلته یو.
هغه زیاته کړه چې امریکايي ولس به هیڅکله د داسې بریدونو مخې ته سر ټیټ نه کړي. هغه د امنیتي ځواکونو ستاینه وکړه او ویې ویل چې خدای هغه د یو خاص مقصد لپاره ژوندی ساتلی دی.
د واشنګټن هیلټن امنیتي تاریخ او پوښتنې
دې پېښې یو ځل بیا د واشنګټن هیلټن هوټل امنیتي تاریخ راژوندی کړ ځکه دا هماغه ځای دی چې په ۱۹۸۱ کال کې پکې پر پخواني ولسمشر رونالډ ریګن هم برید شوی و.
اوسمهال په واشنګټن کې امنیتي تدابیر خورا سخت شوي او د اېف بي آیي په ګډون ټولې ادارې پلټنې کوي چې ایا بریدګر په یوازې ځان دا پلان جوړ کړی و او که تر شا یې کومه ډله وه. شنونکي پوښتنه کوي چې څنګه یو وسله وال کس توانېدلی چې د امریکا د تر ټولو لوړپوړو چارواکو غونډې ته دومره نږدې شي؟
سیاسي غبرګونونه او د ټولنې وېش
دا پېښه په داسې حال کې شوې ده چې امریکا د ۲۰۲۶ کال په ټاکنیزو منډو ترړو کې ډوبه ده او د ټرمپ مخالفینو او پلویانو دواړو دا برید وغانده.
د ټرمپ پلویان دا د "کیڼ اړخو د کرکې" پایله بولي، په داسې حال کې چې مخالفین یې بیا د وسلو د کنټرول پر قانون ټینګار کوي او وايي چې دا ډول پېښې د وسلو د ازادۍ له امله دي.
د نیویارک ميئر ظهران ممداني، چې د اولسمشر ټرمپ په سیاسي مخلفانو کې راځي، په خپله ایکس پاڼه دا برید غندلی دی او ویلي یې دي چې په سیاست کې تشدد هېڅ د منلو وړ ندی.
په ټوله کې، د اپرېل د ۲۵مې شپه به د امریکا په تاریخ کې د یوې داسې شېبې په توګه پاتې شي چې ډیموکراسي، رسنۍ او امنیتي ځواکونه ټول تر سختې ازمویني لاندې راغلل.

شال نیوز