واشنګټن : امریکايي چارواکي وايي، چې د ولسمشر ،ډونلډ ټرمپ، پر ضد د یو احتمالي ایراني برید په اړه د جدي استخباراتي خبرداري له ترلاسه کېدو وروسته، هغه په ترکیه کې د هوايي ډګر د خوراکي توکو په یوه ټرک کې په پټه له خپلې اصلي الوتکې څخه بلې پوځي الوتکې ته انتقال شوی و.

 

ای بي سي نیوز ،د اګست په ۱۱مه، د یو لوړپوړي امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی دی چې امریکايي استخباراتي ادارو داسې معلومات ترلاسه کړي وو چې ګنې یوه ایراني ډله په پټه ترکیې ته داخله شوې او له ځان سره یې له اوږې ویشتل کېدونکي توغندي لرل.

د امریکايي چارواکو په وینا، اندېښنه دا وه چې دغه ډله ښيي د ټرمپ الوتکه د ترکیې له هوايي ډګر څخه د پورته کېدو پر مهال په نښه کړي. د همدې خبرداري له امله سیکرټ سروس او امریکايي پوځ د ولسمشر د بېرته ستنېدو معمول پلان بدل کړ او ځانګړي امنیتي تدابیر یې ونیول.

د راپورونو له مخې، ټرمپ لومړی د معمول په څېر د خبریالانو او کمرې مخې ته خپلې اصلي الوتکې «ایر فورس ون» ته وخوت، څو د هغه په سفري پلان کې د بدلون په اړه شک پیدا نه شي.

خو وروسته نوموړی په پټه له الوتکې ښکته کړل شو او د هوايي ډګر د خوراکي توکو په یوه ټرک کې یوې بلې برخې ته یووړل شو. له هغه ځایه ټرمپ او د هغه یو شمېر نږدې ملګري د امریکا د هوايي ځواک یوې بلې پوځي الوتکې ته انتقال شول او له ترکیې ووتل.

 

په همدې وخت کې اصلي «ایر فورس ون» د سپینې ماڼۍ د ځینو چارواکو او له ولسمشر سره د سفر کوونکو خبریالانو په ګډون خپل سفر ته دوام ورکړ. د راپورونو له مخې، په الوتکه کې ډېرو کسانو ته دا نه وه ویل شوې چې ټرمپ نور ورسره نشته.

امریکايي رسنۍ وايي، چې د دې امنیتي تګلارې هدف دا و چې د ولسمشر حقیقي ځای پټ وساتل شي او که د هغه پر الوتکه د برید کوم پلان موجود وي، احتمالي برید کوونکي تېروځي.

رویټرز هم د موضوع له جزیاتو خبرو سرچینو له قوله ویلي دي چې امریکايي امنیتي چارواکو دغه توغندیز ګواښ جدي او د باور وړ بللی و او له همدې امله یې د ولسمشر د انتقال لپاره غیرمعمولي تدابیر غوره کړي وو.

ټرمپ وروسته د الوتکې د بدلولو خبره تایید کړی او ویلي یې دي چې دا پرېکړه د سیکرټ سروس او پوځ د سپارښتنو له مخې شوې وه. د امریکايي چارواکو په وینا، د ګواښ جزیات دومره حساس بلل شوي وو چې د ولسمشر له سفر سره له یو شمېر چارواکو او خبریالانو هم پټ ساتل شوي وو.

خو تر اوسه په خپلواکه توګه دا نه ده تایید شوې چې کومه ایراني ډله په رښتیا له توغندیو سره ترکیې ته داخله شوې وه او یا یې د ټرمپ پر الوتکه د برید بشپړ او عملي پلان درلود.

ایران د دې ځانګړې امریکايي دعوې تایید نه دی کړی او د ترکیې له لوري هم د دعوه شوې ایراني ډلې، وسلو او احتمالي برید په اړه داسې تفصیلي رسمي معلومات نه دي خپاره شوي چې د واشنګټن دعوه په خپلواکه توګه تایید کړي.

له همدې امله، د ایراني ډلې او د برید د پلان خبره تر اوسه د امریکايي استخباراتي معلوماتو او چارواکو پر دعوه ولاړه ده، خو دا تایید شوې چې د ټرمپ د سفر امنیتي ترتیبات په غیرمعمولي ډول بدل شوي وو او هغه له خپلې اصلي الوتکې څخه په پټه بلې الوتکې ته انتقال شوی و.