پېښور : خیبر پښتونخوا کې به د بچه دانۍ د خولې د سرطان، چې د ،سرویکل سرطان، په نوم هم یادېږي، د مخنیوي لپاره د نومبر له دویمې تر څوارلسمې نېټې د واکسین ځانګړی کمپاین پېل شي. چارواکي وايي، چې په دې کمپاین کې به د ۹ تر ۱۴ کلونو پورې عمر لرونکو نږدې ۲۹ لکه نجونو ته واکسین ورکول کېږي، او په دې لړ جې د خلکو د پوهاوي لپاره د رسنیو رول مهم بلل شوی.

 

په پېښور کې د رسنیو لپاره د واکسین کمپاین له پېل وړاندې په یوه ورځنۍ غونډه کې روغتیايي کارپوهانو له خبریالانو وغوښتل چې د انسان د پاپیلوما وایرس له امله د بچه دانۍ د خولې د سرطان د مخنیوي په اړه خلکو ته کره او ساینسي معلومات ورسوي.

 

دا غونډه د خیبر پښتونخوا د روغتیا محکمې د پراخ واکسین پروګرام له خوا ،د اګست پر ۱۲مه، جوړه شوې وه، چې د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف او د ماشومانو د ناروغیو د ټولنې استازو هم پکې ګډون کړی و.

 

د پراخ واکسین پروګرام د اړیکو مرستیال مشر ډاکټر محمد ایاز وویل، چې د بچه دانۍ د خولې د سرطان د مخنیوي واکسین کمپاین به د ۲۰۲۶م کال د نومبر له دویمې تر ۱۴مې نېټې پورې روان وي. د هغه په وینا، په دې موده کې به د ۹ تر ۱۴ کلونو پورې عمر لرونکو دوه میلیونه، نهه سوه څلور دېرش زره، څلور سوه یو اتیا نجونو ته واکسین ورکول کېږي.

 

هغه وویل، چې د واکسین لپاره ټاکل شوې نجونې د خیبر پښتونخوا د ټولې وګړو شاوخوا ۶،۷ سلنه جوړوي او د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي زیاتول اړین دي. د روغتیا نړیوال سازمان د انسان د پاپیلوما وایرس مشاور ډاکټر رضوان وايي، چې په پاکستان کې هر کال د بچه دانۍ د خولې د سرطان له پنځو زرو ډېرې پېښې ثبتېږي او شاوخوا درې زره ښځې د دې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

 

نوموړي وویل، چې د انسان د پاپیلوما وایرس واکسین پر وخت لګول او د ناروغۍ منظمې طبي معاینې کولی شي د دې سرطان پېښې او له امله یې د مړینې کچه تر ډېره راټیټه کړي. د ډاکټر رضوان په وینا، په پاکستان کې د بچه دانۍ د خولې د سرطان د معلومولو لپاره د ښځو د معاینې کچه له یوه سلنې هم کمه ده.

 

هغه وویل، چې په پاکستان کې د دې ناروغۍ د پېښو له پنځو زرو څخه د زیاتو پېښو اټکل د هېواد له ۱۷ روغتیايي مرکزونو څخه د راټولو شوو معلوماتو پر بنسټ دی چې د سرطان درملنه پکې کېږي. د هغه په وینا، که په پراخه کچه طبي معاینې او د ناروغۍ څارنه وشي، د دې ناروغۍ اصلي شمېر ښیي تر دې هم لوړ وي.

 

د روغتیا نړیوال سازمان د انسان د پاپیلوما وایرس مشاور وايي، چې د دغه وایرس له ۲۰۰ څخه ډېر ډولونه شته، خو د ۱۶ او ۱۸ ډولونه یې د لوړ خطر لرونکي دي او د بچه دانۍ د خولې د سرطان د ډېرو پېښو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي. هغه وویل، چې په خیبر پښتونخوا کې د ټاکل شوو نجونو لپاره دوه ډوله واکسین هم برابر شوی دی.

 

د یونیسف استازي ډاکټر کامران قریشي وویل، چې د نړۍ شاوخوا ۱۶۲ هېوادونو په خپلو ملي واکسین پروګرامونو کې د انسان د پاپیلوما وایرس واکسین شامل کړی دی. د هغه په وینا، پاکستان هم د ۲۰۲۵م کال په سپتمبر کې دغه واکسین په خپل ملي واکسین پروګرام کې شامل کړ.

 

ډاکټر کامران قریشي وویل، چې په پاکستان کې د بچه دانۍ د خولې د سرطان تر ټولو ډېرې پېښې په پنجاب کې ثبتېږي، ورپسې سند، خیبر پښتونخوا او بلوچستان راځي.

 

د هغه په وینا، د واکسین د کمپاین پر مهال به نجونو ته په ښوونځیو او دیني مدرسو کې واکسین ورکول کېږي، په داسې حال کې چې له ښوونځیو بهر نجونو ته د رسېدو لپاره به روغتیايي کارکوونکي د هغوي تر کورونو پورې ځي.

 

د نوموړي په خبره، د دې کمپاین د بریالي کولو لپاره ښځینه ضلعي تعلیمي او روغتیايي چارواکي هم شامل کړل شوي او د یونین کونسلونو په کچه روغتیايي ډلې به د واکسین له ټیمونو سره مرسته کوي.

 

د والدینو د اندېښنو د لرې کولو لپاره به ځانګړې کمېټۍ هم جوړېږي. دا کمېټۍ به له هغو والدینو سره بیا خبرې کوي چې په لومړي پړاو کې یې خپلو لوڼو ته د واکسین ورکولو څخه انکار کړی وي او هڅه به کوي چې د هغوي پوښتنو او اندېښنو ته کره ځوابونه ورکړي.

 

په غونډه کې ټینګار وشو چې د واکسین په اړه د ناسمو معلوماتو او اوازو د مخنیوي لپاره د روغتیا محکمې، روغتیايي کارکوونکو، نړیوالو ادارو او رسنیو ګډه همکاري اړینه ده، څو کورنۍ د خپلې روغتیا په اړه پر سمو او باوري معلوماتو پرېکړه وکړي.