د امريکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان کړی چې د هغه استازي به نور اسلاماباد ته د ایران له چارواکو سره د ټاکل شوو خبرو لپاره سفر نه کوي، او ټينګار يې کړی چې که تهران خبرې غواړي نو بايد خپله د اړیکې نوښت وکړي۔
نوموړي دا څرګندونې پر خپلې ټولنیزې پاڼې ‘ټروت سوشل’ کړې دي، چې پکې يې ويلي، چې دا پرېکړه ځکه شوې چې “په سفر کې ډېر وخت ضايع کېده” او په کور دننه ورته نور مهم کارونه موجود دي۔

ټرمپ په خپل بیان کې د ايران د مشرتابه پر وضعیت هم سختې نيوکې کړې دي. هغه ادعا کړې چې هلته دننه سیاسي اختلافات زیات دي او وضعیت ګډوډ دی.
ټرمپ ویلي: “هغوي خپله هم نه پوهېږي چې څوک رهبري کوي.” نوموړي زیاته کړې: “موږ ټول کارتونه لرو، هغوي هېڅ نه لري.”
هغه دا هم ویلي چې که ايران رښتیا هم د خبرو اراده لري، نو باید لومړی ګام دوي واخلي. د هغه په وینا: “که هغوی خبرې غواړي، نو یوازې دې موږ ته زنګ ووهي.”
د معلوماتو له مخې، دا ممکنه ناسته په اسلاماباد کې پلان شوې وه، هغه ښار چې روانه میاشت پکې د اوربند نه پس د دواړه خواو ترمنځ مهمه ناسته شوې وه.
سياسي شنونکي وايي د ټرمپ دا بیان ښايي د فشار د زیاتولو هڅه وي تر څو ایران مستقیمو خبرو ته حاضر کړي، خو ځیني بیا اندېښنه څرګندوي چې دا ډول توندې څرګندونې کولی شي د دواړو خواوو ترمنځ بې باوري نوره هم زیاته کړي۔
تر اوسه د ايران له خوا رسمي غبرګون نه دی ورکړل شوی، خو تمه کېږي چې په راتلونکو ورځو کې به خپل دریځ څرګند کړي. په اسلاماباد کې هم چارواکو لا تفصیلي بیان نه دی ورکړی، خو سرچیني وایي چې دا پرېکړه ناڅاپي وه۔
دا پرمختګ په داسې وخت کې کېږي چې د امريکي او ايران اړیکې له اوږدې مودي راهیسي ترينګلې دي او د سيمي امنیتي وضعیت هم حساس بلل کېږي۔

شال نیوز