مومند : د مومندو د تعلیم محکمې په ضلعه کې د زرګونو له ښوونځي بهر ماشومانو د داخلولو لپاره د «هر ماشوم په ښوونځي کې» په نوم کمپاین پېل کړی دی، چې له مخې یې چارواکي غواړي شاوخوا ۲۲ زره ماشومان ښوونځیو ته شامل کړي.

 

د تعلیم محکمې د چارواکو د شمېرو له مخې، په مومندو کې د ښوونځي د عمر شاوخوا ۵۲ سلنه ماشومان له رسمي تعلیم څخه بهر دي. چارواکي وايي، چې په ضلعه کې د سواد مجموعي کچه ۳۱ اعشاریه ۲۸ سلنه ده، خو د نجونو د سواد کچه یوازې ۱۵ اعشاریه یو سلنه ښودل شوې، چې د هلکانو په پرتله د نجونو د تعلیم وضعیت لا ډېر کمزوری څرګندوي.

 

د روان کمپاین په لومړي پړاو کې تر اوسه شاوخوا ۶ زره او ۱۰۰ له ښوونځي بهر ماشومان په بېلابېلو تعلیمي ادارو کې داخل کړل شوي دي. د تعلیم محکمه وايي، چې د پاتې ماشومانو د شاملولو لپاره به په سپتمبر کې ځانګړی کمپاین هم ترسره کړي.

 

چارواکي وايي، چې د کمپاین پر مهال به د ښوونکو، والدینو، قامي مشرانو او ځايي ټولنو مرسته ترلاسه کېږي، څو هغه کورنۍ وهڅول شي چې ماشومان یې ښوونځیو ته نه ځي. د مومندو په څېر سیمو کې د نجونو د تعلیم کمښت، د ښوونځیو ترمنځ اوږد واټن، اقتصادي ستونزې او د تعلیمي اسانتیاوو محدودیت د ماشومانو د ښوونځي پرېښودو یا ښوونځیو ته د نه داخلېدو له مهمو لاملونو ګڼل کېږي.

 

په پاکستان کې هم له ښوونځیو بهر د ماشومانو لوړ شمېر یوه لویه تعلیمي ستونزه پاتې ده. د رسمي شمېرو له مخې، په ټول هېواد کې میلیونونه ماشومان لا هم له رسمي تعلیم څخه بهر دي، او په مومندو کې پېل شوی دا کمپاین د همدې ستونزې د کمولو یوه سیمه‌ ییزه هڅه بلل کېږي.