سوراب : د پاکستان پوځ وايي، چې د بلوچستان په سوراب ضلعه کې په جلا امنیتي عملیاتو او چاودنو کې ۱۸ وسله وال وژل شوي دي. د پوځ په وینا، په وژل شویو کې اته کسان هغه مهال ووژل شول چې د برید لپاره چمتو کېدونکي چاودېدونکي مواد تر ټاکلي وخت مخکې وچاودېدل.
د پوځ مطبوعاتي څانګې ،د اګست په ۱۲مه، په خپل رسمي بیان کې ویلي دي، چې لومړۍ پېښه د سوراب په یوه سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو شمېر وسله وال د چاودېدونکو موادو د چمتو کولو پر مهال له ناڅاپي چاودنې سره مخ شول. د پوځ د دعوې له مخې، په دې پېښه کې اته وسله وال ووژل شول او یو شمېر نور ژوبل شول.
پوځ وايي، چې له دې پېښې وروسته امنیتي ځواکونو او پولیسو په ګډه په سیمه کې د لټون عملیات پېل کړل. د بیان له مخې، ځواکونو د تښتېدونکو وسله والو ځای وموند او د ډزو په تبادله کې یې لس نور کسان ووژل.
د پوځ په وینا، په دواړو پېښو کې د وژل شویو وسله والو ټول شمېر ۱۸ ته رسېدلی دی. په عملیاتو کې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه هم محدود معلومات ورکړل شوي او پوځ ویلي دي چې دوه سرتېري ژوبل شوي دي.
پاکستاني چارواکي په بلوچستان کې د یو شمېر بېلتونپالو وسله والو ډلو د فعالیتونو پړه پر بهرني ملاتړ اچوي، خو د داسې دعوو په اړه اکثره وخت خپلواک شواهد نه وړاندې کېږي او تورن هېوادونه یې ردوي.
تر اوسه د وژل شویو کسانو هویت، د هغوي تنظیمي تړاو او د پوځ له خوا اعلان شوی د مرګ ژوبلې شمېر په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی. د پېښې په اړه د کومې وسله والې ډلې له خوا هم سمدستي داسې بیان مخې ته نه دی راغلی چې د پوځ دعوه تایید یا رد کړي.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګه وايي، چې په سیمه کې د نورو وسله والو د موندلو او د احتمالي ګواښونو د له منځه وړلو لپاره عملیات دوام لري.


نعيم اچکزئي