اسلام ‌اباد : په اسلام ‌اباد کې د طالبانو د سفارت شارژدافېر ،سردار احمد شکیب، د پاکستان د جمعیت علمای اسلام له مشر ،مولانا فضل‌ الرحمن، سره لیدلي او هغه ته یې بلنه ورکړې چې په کابل کې د اګست د ۱۵مې په مراسمو کې ګډون وکړي.

 

د جمعیت علمای اسلام له خوا ،د اګست په ۱۲مه، په خپره شوې اعلامیه کې د دې لیدنې او بلنې تایید شوی دی. په اعلامیه کې ویل شوي دي چې لیدنه په اسلام ‌اباد کې ترسره شوې، خو دا نه دي ویل شوي چې مولانا فضل‌ الرحمن بلنه منلې ده که نه.

 

د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه طالبان کابل ته ننوتل، د افغانستان پخوانی جمهوري نظام ونړېد او ولسمشر محمد اشرف غني له هېواده ووت. له دې سره طالبانو شاوخوا شل کاله وروسته یو ځل بیا پر افغانستان واک ترلاسه کړ.

 

طالبان د اګست ۱۵مه د امریکا او د هغې د متحدینو پر وړاندې د خپلې بریا او د افغانستان د خپلواکۍ د بیا ترلاسه کولو ورځ بولي. د طالبانو حکومت سږ کال هم دا ورځ عمومي رخصتي اعلان کړې او په کابل کې یې د رسمي مراسمو تابیا کړې ده.

 

خو د دې ورځې په اړه د افغانانو ترمنځ نظرونه یو شان نه دي. یو شمېر مدني فعالان، د ښځو د حقونو خوځښتونه او د پخواني جمهوري نظام ملاتړي اګست ۱۵مه د جمهوري نظام، اساسي قانون او مدني آزادیو د پای ته رسېدو ورځ بولي.

 

د بشري حقونو نړیوالو ادارو هم د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو او نجونو د زده‌ کړو، کار او ټولنیز ژوند د محدودیتونو په اړه پرله‌ پسې اندېښنې څرګندې کړې دي.

 

مولانا فضل ‌الرحمن له طالبانو سره له پخوا سیاسي او مذهبي اړیکې لري او تر دې مخکې یې هم افغانستان ته سفرونه کړي دي. تر اوسه د جمعیت علمای اسلام له خوا نه ده روښانه شوې چې نوموړی به د اګست ۱۵مې په مراسمو کې د ګډون لپاره کابل ته ولاړ شي که نه.