پېښور : د پاکستان مرکزي مسلم لیګ په کوربه‌ توب د پاکستان د خپلواکۍ ورځې په مناسبت په پېښور کې د «ازادۍ پیغام، لا اله الا الله محمد رسول الله نظام» تر عنوان لاندې ټول‌ ګوندي کانفرنس ترسره شو، چې پکې د بېلابېلو سیاسي او مذهبي ګوندونو استازو، دیني عالمانو، قامي او ټولنیزو مشرانو ګډون وکړ.

د اګست په ۱۲مه، د ترسره شوي کانفرنس په پای کې په خپره شوې اعلامیه کې د پاکستان د جوړېدو پر موخو، نظریاتي تشخص، ملي خپلواکۍ، سیاسي او اقتصادي ستونزو او د ولس پر هوساینې ټینګار شوی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي دي چې د پاکستان د خپلواکۍ پیغام باید یوازې د اګست تر څوارلسمې، رسمي مراسمو او د بېرغونو تر رپولو محدود نه وي، بلکې د هېواد د جوړېدو له نظریاتي موخو سره تړلی پیغام دې راتلونکو نسلونو ته هم ورسېږي.

ګډونوالو د قانون د حاکمیت، عدالت، دیانت او ولسي هوساینې پر بنسټ د نظام غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د هېواد سیاسي او ټولنیزې ستونزې باید د خبرو اترو، جمهوري بهیر او د اساسي قانون په چوکاټ کې حل شي.

په اعلامیه کې د سیاسي اختلافونو د کمولو، د جمهوري ادارو د پیاوړتیا او د ملي مسئلو د حل لپاره د سیاسي تفاهم غوښتنه هم شوې ده. د غونډې ګډونوالو د ګرانۍ، بې‌ روزګارۍ، امنیتي ستونزو او وسله‌ وال تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د اغېزمنو اقداماتو غوښتنه وکړه او پر ملي یووالي، جغرافیایي بشپړتیا او اقتصادي خپلواکۍ یې ټینګار وکړ.

پاکستان مرکزي مسلم لیګ، اوس د پاکستان د انتخاباتو له کمېسیون سره د یوه سیاسي ګوند په توګه ثبت دی. دغه سیاسي جریان تر دې وړاندې د «ملي مسلم لیګ» په نوم فعالیت ته راوتلی و. په ۲۰۱۷م کال کې د ملي مسلم لیګ د جوړېدو پر مهال نړیوالو خبري ادارو دا ډله د حافظ سعید په مشرۍ له جماعت الدعوه سره تړلې بللې وه.

د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون هغه مهال ملي مسلم لیګ د همدې نوم لاندې د سیاسي ګوند په توګه ونه مانه، خو وروسته دغه سیاسي جریان د پاکستان مرکزي مسلم لیګ په نوم فعالیت ته دوام ورکړ او په انتخاباتي سیاست کې یې برخه واخیسته.

د پېښور د صافي قام مشر زین الله صافي وویل، چې د پاکستان د خپلواکۍ او د هېواد د جوړېدو پیغام باید نوي نسل ته په روښانه ډول ورسېږي. د پاکستان مرکزي مسلم لیګ غړي یاور افتاب وویل، چې پاکستان د ډېرو قربانیو په نتیجه کې جوړ شوی دی او د کانفرنس موخه دا ده چې بېلابېل سیاسي او مذهبي قوتونه د پاکستان د بېرغ لاندې پر ګډو ملي مسئلو رایوځای شي.

د خیبر پښتونخوا مشر خطیب طیب قریشي شال نیوز ته وویل، چې د خپلواکۍ مفهوم یوازې تر جشنونو او رسمي مراسمو محدود نه دی، بلکې د هغه په وینا، د پاکستان د جوړېدو نظریاتي موخې باید د ټولنې په کچه ژوندۍ وساتل شي.

د کانفرنس ګډونوالو په پای کې وویل، چې د هېواد د روانو سیاسي، اقتصادي او امنیتي ستونزو د حل لپاره ملي اتفاق، د قانون حاکمیت، سیاسي تفاهم او د ولس د ژوند د ښه کولو لپاره عملي ګامونه ضروري دي.