مکین : د بر سویلي وزیرستان د ټولو سیاسي ګوندونو اتحاد اعلان کړی دی چې په سیمه کې د روانې ناامنۍ، د ولس د ستونزو او د امن او امان د خراب وضعیت په اړه به د اګست پر ۲۲مه، په مکین کې مهمه مشورتي غونډه کوي.
د اتحاد په وینا، په وروستیو څو اوونیو کې د وزیرستان په بېلابېلو سیمو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي او د نااعلان شوو کرفیو، ډزو، مارټر ګولیو او کواډکاپټر بریدونو له امله د خلکو ورځنی ژوند سخت اغېزمن شوی دی.
سیاسي اتحاد وايي، چې په دغو پېښو کې د ماشومانو، ښځو او سپین ږیرو په ګډون د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې راپورونه هم ورکړل شوي دي، چې له امله یې په سیمه کې د وېرې او بې باورۍ فضا زیاته شوې ده.
په مشورتي غونډه کې به د سیمې پر مجموعي امنیتي وضعیت، د خلکو پر تګ راتګ لګېدلو محدودیتونو، د ملکي وګړو پر خوندیتوب او د هغوي پر اساسي او مدني حقونو بحث کېږي.
د ټولو سیاسي ګوندونو اتحاد وايي، چې د غونډې اساسي موخه دا ده چې موجود وضعیت په ګډه وارزول شي او د سیمې د ستونزو د حل لپاره پر یوه ګډ سیاسي او ولسي دریځ سلا وشي. په غونډه کې به د راتلونکو ګامونو په اړه هم مشوره کېږي او هڅه به وشي چې د ګډونوالو د نظرونو پر بنسټ پر یوه ګډه تګلاره اتفاق وشي.
د اتحاد په وینا، د سیمې په اوسنیو حالاتو کې د خلکو د سر او مال د خوندیتوب، د امن د ټینګښت او د اساسي حقونو لپاره ګډ او اغېزمن غږ پورته کول ضروري شوي دي.
اتحاد روښانه کړې چې د اګست پر ۲۲مه کېدونکی پروګرام احتجاجي جلسه نه، بلکې مشورتي غونډه ده او د راتلونکې تګلارې په اړه پرېکړې به د ګډونوالو له مشورې وروسته کېږي.


ظفر وزير