پوليسو او ريسکيو 1122 ويلي، چې د بنو د شهباز شاه شیخان په سیمه کې ،د اپرېل په ۲۵مه، د جايداد پر سر خونړۍ شخړه رامنځته شوې، چې پکې دوه وروڼه وژل شوي او د وژلی شویو دوه نورو وروڼو په ګډون درې کسان ژوبل شوي دي.

 

د پولیسو په وینا، په دې پېښه کې څلور وروڼه لګېدلي دي چې دوه وروڼه افتاب علي او سید احمد خان، په دغه ځای وژل شوي دي، اوپه ژوبل شويو کې ميرزا علي شاه او وارث شاه، چې څلور وانړه د نېک دار علي زامن دي، او يو بل کس شهريار، د قمر علي زوې او د چک ډاډان اوسېدونکی شامل دي.

 

ريسکيو 1122 چارواکي وايي، د پېښې له رامنځته کېدو سره سم يې بېړنۍ ډلې سيمي ته ورسېدې او ژوبل کسان يې د لومړنۍ طبي مرستې وروسته د بنو ډسټرکټ هيډکوارټر هسپتال ته ولېږدول. د وژل شويو مړي هم د قانوني کارروايۍ لپاره همدغه هسپتال ته انتقال کړل شول.

 

خو د ځايي خلکو په وينا، په هسپتال کې د ډاکټرانو د نه موجودګۍ له امله مړي تر ډېره وخته پراته پاتې وو، چې له امله يې د وژل شويو کورنيو او د علاقې خلکو سخت احتجاج وکړ.

 

احتجاج کوونکو د هسپتال د انتظاميې پر ضد نعرې ووهلې او غوښتنه يې وکړه چې فوري طبي سهولتونه برابر کړل شي او د ذمه وارو کسانو پر ضد دې کارروايي وشي.

 

پوليس وايي، د پېښې له ځایه يې شواهد راټول کړي او مقدمه يې درج کړې ده. پوليس زياتوي چې د ملزمانو د نيولو لپاره چاپې روانې دي.