د بر دیر په واړۍ تحصیل کې د ضلعي انتظامیې او د ضلعي سپورټ دفتر په مرسته د فوټبال ټورنمنټ ترسره شو. په دې ټورنمنټ کې د بر دیر او کوز دیر ۱۶ لوبډلو ګډون کړی و. پایلوبه د سواتي فوټبال کلب او جنګ بازار فوټبال کلب ترمنځ ترسره شوه، چې له یوې سختې او په زړه پورې سیالۍ وروسته سواتي فوټبال کلب بریا خپله کړه او د ټورنمنټ اتلولي یې وګټله. د ټورنمنټ تنظیموونکي او د بر دیر فوټبال ایسوسی اېشن مسوولین وايي، په سیمه کې ګڼ شمېر تکړه ځوانان شته او د هغوی د استعدادونو د څرګندولو لپاره د لا ډېرو سپورټي سیالیو زمینه برابرول اړین دي. د پایلوبې وروسته ګټونکې او دویم مقام ترلاسه کوونکې لوبډلو ته ټرافۍ او انعامونه ورکړل شول او غوره لوبغاړو ته هم جایزې ورکړل شوې.