پېښور : د خیبر پښتونخوا حکومت پرېکړه کړې ده چې په صوبه کې به ټولې نوې پرمختیايي منصوبې او ودانۍ د باراني اوبو د زېرمه کولو او ځمکلاندې اوبو ته د بېرته رسولو نظام لري.
د اګست په ۱۱مه، د چیف سیکرټري شهاب علي شاه په مشرۍ تره شوې غونډه کې د شوې پرېکړې له مخې، د بلدیاتو اداره به په تعمیراتي اصولو او ضابطو کې اړین بدلونونه راولي، څو په نویو ودانیو کې د باران د اوبو د راټولولو، زېرمه کولو او ځمکې ته د جذبولو اسانتیا لازمي وګرځول شي.
حکومت ټولو ډيپټي کمشنرانو ته هم لارښوونه کړې ده چې په خپلو ضلعو کې لږ تر لږه یوه ودانۍ د ازمایښتي منصوبې په توګه په دغه نظام برابره کړي. د دې ازمایښتي منصوبو د نتیجو له ارزونې وروسته به دغه طریقه په پراخه کچه عملي کېږي.
چارواکي وايي، چې په هغو ښارونو او کلیوالو سیمو کې به د باراني اوبو د زېرمه کولو او ځمکلاندې اوبو د کچې د لوړولو لپاره ځانګړو منصوبو ته لومړیتوب ورکول کېږي، چې د اوبو له کمښت سره مخ دي.
په خیبر پښتونخوا کې په وروستیو کلونو کې د نفوسو د زیاتوالي، ښاري پراختیا او د ځمکلاندې اوبو د زیات استعمال له امله په ګڼو سیمو کې د اوبو د کچې د ټیټېدو اندېښنې زیاتې شوې دي. حکومت تمه لري چې د باراني اوبو د بېرته جذبولو نظام به د اوبو پر زیرمو فشار کم او د ځمکلاندې اوبو په ساتنه کې مرسته وکړي.
تر اوسه د دې تګلارې لپاره د ځانګړي بجټ، ضلعه وار مهال وېش او د عملي چارو د څارنې بشپړ میکانیزم نه دی اعلان شوی.


شال نیوز