تهران / واشنګټن : د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا مشر ،محسن رضايي، ویلي دي، چې هرمز تنګی به تر هغه د عادي نړیوالې سوداګریزې بېړۍ چلونې لپاره تړلی پاتې وي، چې امریکا جګړه ختمه نه کړي، د ایران کنګل شوې شتمني خوشې نه کړي او د تهران نور شرطونه ونه مني.
رضايي ،د اګست په ۱۱مه، په ایکس کې لیکلي، چې ایران خپل نور شرطونه هم د منځګړو له لارې امریکا ته رسولي دي. د ایران دا نوی دریځ په داسې وخت کې مخې ته راغلی دی چې یوازې څو ورځې وړاندې د امریکا او ایران ترمنځ د هرمز د بېرته پرانیستلو په اړه د یوې هوکړې هیلې زیاتې شوې وې، خو اوس د دواړو هېوادونو غوښتنې یو ځل بیا له یو بل سره په ټکر کې ښکاري.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي دي، چې واشنګټن د ایران په اړه دوه لارې لري؛ یا د تهران د اقتصادي وضعیت لا خرابېدو ته انتظار وباسي او یا پر ایران سخت پوځي برید وکړي. خو هغه په عین وخت کې ویلي دي چې د سولې لپاره مذاکرات روان دي او پرمختګ پکې شوی دی.
تر ټولو لوي اختلاف د هرمز تنګي پر سر دی. امریکا غواړي دغه تنګی د ټولو نړیوالو سوداګریزو بېړیو لپاره له کوم محصول، برید یا محدودیت پرته خلاص وي. تهران بیا د تنګي پر کنټرول د خپل دریځ له پرېښودو ډډه کړې ده.
د ایران اټومي پروګرام هم د مذاکراتو بله اساسي موضوع ده. واشنګټن ټینګار کوي چې ایران باید داسې ضمانتونه ورکړي چې اټومي وسله جوړه نه کړي، په داسې حال کې چې ایران وايي اټومي پروګرام یې سوله ییز دی او د بندیزونو ختمول او د کنګل شویو شتمنیو خوشې کول د هرې پراخې هوکړې مهم شرطونه دي.
د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تګ راتګ اوس په بې ساري ډول کم شوی دی. د بېړیو د څار معلومات ښيي چې ،د اګست په ۱۰مه، یوازې شپږ بېړۍ له دغه تنګي تېرې شوې؛ څلور بېړۍ تنګي ته ننوتې او دوه ترې ووتې. د تېرو لسو ورځو اوسط نږدې ۱۱ بېړۍ و، حال دا چې د جګړې له پیلېدو وړاندې به هره ورځ شاوخوا ۱۳۰ تر ۱۴۰ بېړۍ له هرمز څخه تېرېدلې.
په دې شپږو بېړیو کې څلور د توکو وړونکې بېړۍ وې، چې دوه یې د تېلو د محصولاتو تش ټانکرونه وو. له تنګي وتونکو دوو بېړیو بیا مایع پټرولیم ګاز او نور تېلي مواد لېږدول. دغه شمېرې څرګندوي چې د سیمې سمندري سوداګري د جګړې له پیلېدو وروسته تر ډېره درېدلې ده.
هرمز د نړۍ له تر ټولو مهمو سمندري سوداګریزو لارو څخه دی. د جګړې له پېلېدو وړاندې د نړۍ د تېلو او مایع طبیعي ګاز د پام وړ برخه له همدې تنګي تېرېدله. له همدې امله د تنګي هر اوږدمهاله بندښت د نړیوالو تېلو، ګاز، بار وړلو او بیمې پر بیو مستقیم اغېز کولی شي.
د هرمز تر څنګ د سره سمندر باب المندب تنګی هم د جګړې تر اغېز لاندې دی، خو ،د اګست پر ۱۱مه، هلته د بېړیو تګ راتګ تر هرمز ډېر عادي و. د معلوماتو له مخې، په یوه ورځ کې ۲۵ بېړۍ له باب المندب څخه تېرې شوې، چې د لسو ورځو له ۲۴ بېړیو اوسط سره نږدې برابرې دي.
په عین وخت کې په یمن کې د ایران ملاتړو حوثیانو د باب المندب په سیمه کې پر یوې سوداګریزې بېړۍ برید کړی دی چې شپږ کسان پکې وژل شوي دي. دغه بریدونه دا اندېښنه زیاتوي چې که هرمز او باب المندب دواړه له جدي امنیتي ستونزو سره مخ شي، د منځني ختیځ د تېلو او سوداګریزو مالونو نړیوال لېږد به لا زیات اغېزمن شي.
د اګست پر ۱۱مه د تېلو نړیوالې بیې هم د سیمې د کړکېچ له امله لوړې پاتې شوې. د هرمز د دوامدار بندښت خطر د انرژۍ بازارونو لپاره ځکه مهم دی چې د دې لارې هر اوږدمهاله خنډ د تېلو، ګاز، بار وړلو او بیمې لګښتونه لوړولی شي.
د ایران تازه دریځ او د ټرمپ د سخت پوځي اقدام څرګندونې دا امکان کمزوری کوي چې هرمز به په نږدې ورځو کې د یوې پراخې هوکړې له لارې په بشپړه توګه بېرته پرانیستل شي.
تر هغو چې واشنګټن او تهران د جګړې ختمولو، بندیزونو، کنګل شویو شتمنیو، اټومي پروګرام او د هرمز د کنټرول پر سر اختلافونه حل نه کړي، دغه ستراتېژیکه سمندري لار به د امریکا او ایران د جګړې له تر ټولو حساسو موضوعاتو څخه پاتې وي.


شال نیوز