د جماعت اسلامي الپوري زون تر سیوري لاندې ،د اپرېل په ۲۵مه، په شاهپور بازار کې د ناروا لوډشیډنګ، ناجایزو ټیکسونو، خراب موبایل نیټورک او مخ په زیاتېدونکې ګرانۍ پر ضد احتجاجي مظاهره وشوه. دا احتجاج د جماعت اسلامي له لوري په ټوله صوبه کې د ترسره کېدونکو احتجاجونو برخه وه.
په مظاهره کې د سیمي ګڼ شمېر خلکو ګډون کړی و. مظاهرچیانو په لاسونو کې پلی کارډونه هم نیولي وو چې پرې د ګرانۍ، لوډشیډنګ او ټیکسونو پر ضد شعارونه لیکل شوي وو، او ګډونوالو د حکومت پر ضد سختې نعرې هم وهلې.
مظاهرچیانو وویل چې غیر اعلانیه لوډشیډنګ د خلکو ورځنی ژوند سخت اغېزمن کړی، او ناجایز ټیکسونه او ګرانۍ د ولس ملا ماته کړې ده. هغوي د موبایل نیټورک خراب خدمتونه هم سخت وغندل.
احتجاجي مظاهرې ته د وینا پر مهال د تحصیل الپوري موقتي امیر ،سیف الحق اېډووکیټ، وویل چې خلکو ته د بنسټیزو اسانتیاوو برابرول د حکومت مسؤلیت دی، خو واکمن په دې برخه کې بشپړ پاتې راغلي دي. هغه غوښتنه وکړه چې لوډشیډنګ دې سمدستي پای ته ورسول شي او ناجایز ټیکسونه دې بېرته واخیستل شي.
د جماعت د شانګلې ضلعې د ځوانانو صدر ،عنایت الله، په خپله وینا کې وویل چې ځوانان د ګرانۍ او بې کارۍ له امله تر ټولو زیات اغېزمن شوي دي.
مظاهرچیانو خبرداری ورکړ چې که د دوی غوښتنې ونه منل شي، نو هغوی به نور سخت احتجاج ته اړ شي.

عرفان حسین علي