راولپنډۍ : د پنجاب د راولپنډۍ پولیس وايي، چې د خیبر پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی ،محمد حسین، د راولپنډۍ پر مال روډ د امنیتي ځواکونو پر ګزمې له ډزو وروسته د هغوي په ځوابي ډزو کې وژل شوی او یو امنیتي سرتېری ژوبل شوی دی.

 

د پولیسو د معلوماتو له مخې، پېښه ،د اګست په ۱۱مه، شاوخوا ۱۱ بجې او ۱۵ دقیقې رامنځته شوه. پولیس دعوه کوي چې محمد حسین په تومانچه د امنیتي ځواکونو پر ګزمې ډزې وکړې، چې له امله یې یو سرتېری ژوبل شو. تر دې وروسته امنیتي ځواکونو ځوابي ډزې وکړې او محمد حسین یې وواژه.

 

امنیتي سرچینو ویلي دي، چې وژل شوی کس د خیبر ضلعې اوسېدونکی و. پولیسو او امنیتي سرچینو دا دعوه هم کړې ده چې نوموړي له پاکستان تحریک انصاف سره سیاسي تړاو درلود او د هغه له موبایل ټیلیفون او نورو شیانو څخه د دې تړاو په اړه شواهد ترلاسه شوي دي.

 

د محمد حسین د سیاسي تړاو په اړه تر اوسه کوم خپلواک ثبوت نه دی وړاندې شوی، ځکه نو له تحریک انصاف سره د هغه د تړاو خبره د پولیسو او امنیتي سرچینو دعوه بلل کېږي.

 

بلخوا، پاکستان تحریک انصاف د پېښې د خپلواکو او شفافو پلټنو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د پېښې بشپړ حقایق باید ولس ته وړاندې شي.

 

د ډزو پېښه، د محمد حسین وژل کېدل او د یوه امنیتي سرتېري ژوبلېدل تایید شوي، خو د پېښې د دقیقو حالاتو او د وژل شوي کس د سیاسي تړاو په اړه پلټنې روانې دي.