کوټه : د بلوچستان د صوبايي پلازمېنې کوټې په سریاب مل سیمه کې ،د اګست په ۱۱مه، ناڅرګنده وسله‌ والو پر سیاسي او قبایلي مشر ،میر فاروق محمد حسني، ډزې کړې چې له امله یې نوموړی وژل شوی دی.

 

د لومړنیو راپورونو له مخې، بریدګر له ډزو وروسته له سیمې تښتېدلي دي. میر فاروق محمد حسني تر برید وروسته روغتون ته رسول شوی و، خو د سختو ټپونو له امله یې ساه ورکړه.

 

امنیتي ځواکونو د پېښې سیمه کلابنده کړې او د بریدګرو د موندلو لپاره یې پلټنې پېل کړې دي. راپورونه وايي، چې له پېښې ځایه شواهد هم راټول شوي او د برید په اړه تحقیقات روان دي.

 

میر فاروق محمد حسني په سیمه کې د یوې سیاسي او قبایلي څېرې په توګه پېژندل کېده. د هغه تر وژل کېدو وروسته سیاسي او قبایلي حلقو خواشیني څرګنده کړې ده. د راپورونو له مخې، د نوموړي فاتحه به د هغه په پلرنۍ سیمه خالق اباد، منګچر کې کېږي.

 

تر اوسه د برید انګېزه نه ده څرګنده شوې، د بریدګرو هویت هم نه دی معلوم او کومې ډلې یې مسوولیت نه دی منلی. له همدې امله د پېښې په اړه تر رسمي تحقیقاتو مخکې دا په قطعي ډول د «ټارګټ کلنګ» پېښه بلل سم نه دي.

 

کوټه او په ځانګړې توګه سریاب سیمه په وروستیو میاشتو کې د وسله‌ والو د ډزو د یوشمېر پېښو شاهده پاتې شوې ده؛ د روان کال په اپرېل او جولایۍ کې هم په سریاب روډ کې په بېلابېلو ډزو کې کسان وژل شوي وو.