پېښور : د خيبر پښتونخوا ګورنر ،فيصل کريم کونډي، ويلي دي، چې د پاکستان او چين ملګرتيا د څو لسيزو پر ژورو اړيکو ولاړه ده، چين په هر سخت وخت کې د پاکستان د باور وړ ملګری پاتې شوی او د دواړو هېوادونو اړيکې به په راتلونکي کې لا پياوړې شي.
نوموړي دا څرګندونې ،د اګست په ۱۱مه، د پېښور په ګورنر هاوس کې د پاکستان او چين د دوستۍ د ۷۵مې کليزې په مناسبت د پي ټي وي پېښور او چائنا ونډو له خوا د جوړې شوې ځانګړې ويډيويي نغمې د مخکتنې په غونډه کې وکړې.
په غونډه کې د چائنا ونډو بنسټګر امجد عزيز ملک، د سکواش پخوانی نړيوال اتل قمر زمان، سينئر خبريال ارشد عزيز ملک، د چائنا کلچر سنټر سلاکاره بای جي، چن تيان تيانګ، د چين سفارت چارواکي، د صدارتي اېوارډ ګټونکي، لوبغاړي، زده کوونکي او نور مېلمانه هم موجود وو.
په دې موقع د «چين ـ پاکستان» تر سرليک لاندې نوې ويډيويي نغمه هم نندارې ته وړاندې شوه.
ګورنر فيصل کريم کونډي خپلې وينا ته په دوام کې وويل، چې چين په هر سخت وخت کې د پاکستان بشپړ ملاتړ کړی او د پاکستان ـ چين اړيکې د خيبر پښتونخوا لپاره ځانګړی اهميت لري. هغه وويل، چې خيبر پښتونخوا د کانونو، طبيعي زېرمو او سياحتي سيمو له پلوه ډېر امکانات لري، په داسې حال کې چې د صوبې جغرافيايي موقعيت هم په سيمه کې ورته ځانګړی اهميت ورکوي.
د هغه په وينا، پاکستان غواړي له چين سره په ځانګړې توګه په خيبر پښتونخوا کې سوداګريزې اړيکې، پانګونه او ولسي رابطې لا زياتې کړي. فيصل کريم کونډي وويل، چې چينايي سيلانيانو ته د خيبر پښتونخوا د طبيعي ښکلا، تاريخي ځايونو او کلتوري ورثې د ورپېژندلو لپاره بايد عملي ګامونه پورته شي.
نوموړي په پېښور کې د چائنا ونډو د فعاليتونو ستاينه وکړه او ويې ويل، چې ګورنر هاوس به له دې ادارې سره خپله همکاري جاري ساتي. ګورنر وويل، چې په راتلونکي کې به معلوماتي ټکنالوژي، تجارت، کلتور او د پاکستان او چين د ځوانانو ترمنځ رابطې د دواړو هېوادونو په اړيکو کې لا زيات اهميت پيدا کړي.
هغه وويل، چې غواړي د خيبر پښتونخوا ځوانان د چين له ځوانانو سره زياتې رابطې ولري او د تعليم، ټکنالوژۍ او نورو برخو کې ترې ګټه پورته کړي. فيصل کريم کونډي په چين کې د سکالرشپ ترلاسه کوونکي يوه زده کوونکي ته مبارکي ورکړه او ويې ويل، هڅه به وشي چې له چين سره د اړيکو د لا پياوړتيا له لارې د خيبر پښتونخوا ځوانانو ته د سکالرشپونو نورې موقعې هم پيدا شي.
د هغه په خبره، په پاکستان کې د ځوانانو يوه لويه برخه په خيبر پښتونخوا کې اوسي، خو د صوبې ځوانانو ته د تعليم، لوبو او روزګار موقعې محدودې دي، ځکه ورته د لا زياتو تعليمي او کاري موقعو برابرول ضروري دي.
ګورنر وويل، چې لوبې د خيبر پښتونخوا د مثبت انځور په وړاندې کولو کې مهم رول لري او وړانديز يې وکړ چې راتلونکی کال د ډرېګن بوټ سيالۍ په خانپور ډېم کې ترسره شي، څو د پاکستان او چين ترمنځ ولسي او ورزشي اړيکې نورې هم پياوړې شي.
هغه زياته کړه، چې د پېښور د قيمتي ډبرو بازار ته ګڼ شمېر چينايي سيلانيان او سوداګر ورځي، په داسې حال کې چې په صوبايي اسمبلۍ کې د «چائنا وال» جوړېدل هم د دواړو هېوادونو د زياتېدونکو اړيکو څرګندونه کوي. فيصل کريم کونډي وويل، چې خيبر پښتونخوا کې د بهرنۍ پانګونې پراخې موقعې شته او چينايي پانګه والو ته بلنه ورکوي چې په صوبه کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
وروسته له غونډې له رسنيو سره په خبرو کې ګورنر فيصل کريم کونډي د پاکستان تر انتظام لاندې د کشمير د انتخاباتو په اړه وويل، چې د انتخاباتو په درېيم پړاو کې د پاکستان پيپلز پارټۍ اميدوارانو بريا ترلاسه کړې ده. هغه دعوه وکړه چې د انتخاباتي درغلۍ شواهد هم ورسره موجود دي او الېکشن کمېشن ته به وړاندې کړل شي.
د تحريک انصاف د سپتمبر د ۲۷مې د اعلان شوي احتجاج په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ګورنر وويل: «دلي دور است.»
نوموړي زياته کړه، چې پخوانی اعلا وزير هم يو «فائنل» لوبولو ته تللی و، خو د ۱۳ ضلعو له تېرېدو وروسته بېرته ستون شو. ګورنر پر صوبايي حکومت غږ وکړ چې د احتجاجونو پر ځای د امن او امان پر وضعيت تمرکز وکړي.
هغه وويل، په داسې وخت کې چې د امنيتي پېښو له امله د خپلو ځوانانو جنازې پورته کېږي، صوبايي حکومت بايد خپل ټول پام د امنيت پر ټينګښت واړوي. فيصل کريم کونډي زياته کړه، چې که تحريک انصاف د يو سياسي ګوند په توګه سياسي او پارلماني کردار ادا کړي، ورسره خبرې کېدی شي.
د هغه په وينا، تحريک انصاف د خبرو لپاره د مناسب سياسي او پارلماني فورم پر ځای سړکونو ته لومړيتوب ورکوي.
په غونډه کې د چائنا ونډو بنسټګر امجد عزيز ملک هم وينا وکړه، په داسې حال کې چې د ډرېګن بوټ سياليو کې غوره کارکردګي کوونکو او ګټونکې لوبډلې ته ټرافي هم ورکړل شوه.


شال نیوز