باجوړ : د باجوړ په سالارزو او ماموند تحصیلونو کې د څارویو د خطرناکو خورېدونکو ناروغیو د مخنیوي لپاره د واکسین کمپاین په چټکۍ روان دی او د لایو سټاک محکمې له لسو زیاتې ډلې په بېلابېلو سیمو کې کور په کور څارویو ته حفاظتي واکسین لګوي.

 

د لایو سټاک محکمې ،د اګست په ۱۱مه، ویلي دي چې دغه کمپاین د محکمې د سېکرټري او د باجوړ د ضلعي لایو سټاک ډایرکټر مختار احمد په لارښوونه روان دی. چارواکي وايي، چې د کمپاین موخه په څارویو کې د خطرناکو ناروغیو د خپرېدو مخنیوی، پر وخت حفاظتي ګامونه اخیستل او د څارویو ساتونکو ته د ناروغیو او د هغو د مخنیوي په اړه معلومات ورکول دي.

 

د محکمې فیلډ ډلې هره ورځ ټاکل شوو سیمو ته ورځي، څاروي واکسین کوي او د واکسین شوو څارویو ریکارډ هم جوړوي، څو د کمپاین د پرمختګ او ټاکلو هدفونو بشپړ معلومات موجود وي.

 

چارواکي وايي، چې د کمپاین پر مهال کارکوونکو ته لارښوونه شوې ده چې د واکسین تر څنګ د څارویو ساتونکو ته د ناروغیو د مخنیوي، د ناروغو څارویو د نورو څارویو څخه د جلا ساتلو، پاکوالي او نورو ضروري احتیاطي تدابیرو په اړه هم معلومات ورکړي.

 

د لایو سټاک محکمې په وینا، تر اوسه په سالارزو او ماموند کې ګڼ شمېر څارویو ته حفاظتي واکسین لګول شوي او د ټاکلي هدف د پوره کولو لپاره د فیلډ ډلو فعالیتونه نور هم چټک شوي دي.

 

محکمې د څارویو له ساتونکو غوښتنه کړې ده چې له واکسین کوونکو ډلو سره همکاري وکړي او خپل څاروي پر وخت واکسین کړي، څو د خطرناکو خورېدونکو ناروغیو د خپرېدو مخه ونیول شي او د مالدارۍ له احتمالي زیانونو څخه مخنیوی وشي.