باجوړ : د باجوړ ضلعې پولیسو مشر (ډي پي او) ،خان زیب مومند، د اګست په ۱۱مه، له نویو ګومارل شویو پولیس سرتېرو سره لیدلي او هغوي ته یې ویلي دي چې په پولیسو کې دنده یوازې یو اعزاز نه، بلکې د خلکو د ژوند او مال د ساتنې لوي مسوولیت هم دی.

 

د پولیسو د معلوماتو له مخې، خان زیب مومند نویو پولیس سرتېرو ته په محکمه کې د شاملېدو مبارکي ورکړه او د هغوي لپاره یې د بریا هیله څرګنده کړه. نوموړي وویل، چې د پولیس سرتېرو اساسي دنده د خلکو د ځان او مال ساتنه، د قانون واکمني یقیني کول او له ولس سره په ښه اخلاقو او درناوي چلند کول دي.

 

ډي‌ پي‌ او نویو سرتېرو ته لارښوونه وکړه چې د روزنې پر مهال نظم او ډسپلین، مسلکي مهارت، د قانون زده‌ کړه او اخلاقي ارزښتونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي. هغه وویل، چې پولیس باید خپلې دندې په ایماندارۍ، مسوولیت او اخلاص ترسره کړي او د عامو خلکو باور وساتي.

 

خان زیب مومند زیاته کړه چې باجوړ پولیس هڅه کوي د یو منظم، مسلکي او ولس‌ دوست ځواک په توګه خپلې دندې ترسره کړي او نوي ګومارل شوي سرتېري به هم د دې ځواک مهمه برخه وي. نوموړي هیله څرګنده کړه چې نوي پولیس سرتېري به په محنت او ژمنتیا خپله روزنه بشپړه کړي او د پولیسو ادارې او ولس تمې به پوره کړي.