د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر محمد سهیل اپریدی د یو ورځني سفر په ترڅ کې د پاکستان د انتظام لاندې کشمیر ،مظفراباد، ته رسېدلی، چرته چې د هغه هرکلی په پراخ سیاسي اجتماع بدل شو۔
د شال نیوز خبریال سلمان یوسفزی وایي، اعلی وزیر د هیلي کاپټر له لارې ښار ته ورسېد او د کارکوونکو له تود هرکلي وروسته یې د ریلي مشري وکړه۔
د ښار په مرکزي سیمه ،لال چوک، کې د لویې جلسې لپاره زرګونه خلک راټول شوي او د سیاسي نعرو غږونه اورېدل کېږي۔
نور حال د سلمان یوسفزي په دې راپور کې.

سلمان یوسفزی