بنو : د بنو په ککي تحصیل کې د پشکال د ونو لګولو کمپاین ،د اګست په ۱۰مه، د ضلعي انتظامیې په لارښوونه پېل شوی دی، چې موخه یې د سیمې شینوالی زیاتول او د اقلیمي بدلونونو اغېزې کمول دي.

 

د کمپاین د پرانیستې پر مهال د ککي تحصیل افسر ملک قدرت الله خان مروت وویل، چې د ځمکې د تودوخې د زیاتېدو او د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د کمولو لپاره د ونو لګول د وخت مهمه اړتیا ده.

 

نوموړي وویل، چې ونې د چاپېریال د ښکلا ترڅنګ د پاکې هوا، سیوري او سالم ژوند لپاره هم مهم رول لري. د هغه په وینا، د همدې موخې لپاره په خالي ځمکو، عامه ځایونو او د سړکونو په منځنیو پټو کې د ونو او بوټو لګولو ته ځانګړې پاملرنه کېږي.

 

چارواکي وايي، چې د ککي تحصیل په بېلابېلو سیمو کې د شنه‌ کارۍ لړۍ پېل شوې او د سړکونو د منځنیو پټو د ښکلا او چاپېریال د ښه والي لپاره تل‌ شنه بوټي هم لګول کېږي. د کمپاین د پېل پر مهال د ککي د ښاروالۍ ادارې سینیټري انسپکټر ګل عزیز خان او څارونکی اعجاز خان هم موجود وو.

 

ملک قدرت الله خان مروت وویل، چې یوازې د ونو لګول کافي نه دي، بلکې د هغو ساتنه او پالنه هم ضروري ده. نوموړي له ځايي خلکو وغوښتل چې لګول شوي بوټي وساتي، څو په راتلونکي کې په لویو ونو بدل شي او د سیمې د چاپېریال په ښه والي کې خپل رول ولوبوي.