پاړاچنار : د کرمې ضلعې اوسېدونکي وايي، چې د ټل ـ پاړا‌چنار مرکزي لارې او د تګ راتګ د نورو لارو له بیا بندېدو سره د سیمې خلک له سختو ستونزو سره مخ شوي دي. ناروغان، مشران او هغه کسان چې د ضروري کارونو لپاره سفر کوي، تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي.

 

ځايي سرچینې وايي، چې د ډزو له یوې پېښې وروسته د پاړاچنار مرکزي لارې په ګډون د تګ راتګ نورې لارې هم یو ځل بیا تړل شوې دي. د لارو د بندېدو له امله ناروغانو ته پېښور ته د رسېدو په برخه کې ستونزې پیدا شوې او عام خلک اړ دي چې اوږدې او ستونزمنې بدیلې لارې وکاروي.

 

د قامي اسمبلۍ غړي او د مجلس وحدت مسلمین پارلماني مشر انجینر حمید حسین ،د اګست په ۱۰مه، ویلي دي، چې ټل ـ پاړاچنار سړک د کرمې قبایلي ضلعې له هېواد سره د نښلولو تر ټولو مهمه لاره ده او د دې لارې بیا بیا بندېدل د خلکو ورځنی ژوند سخت اغېزمنوي.

 

نوموړي ویلي دي، چې مرکزي لاره له اوږدې مودې راهیسې د عامو خلکو لپاره په بشپړ ډول خلاصه نه ده او د هغه په وینا، ځینې کسان د ځانګړو اجازو له لارې پرې سفر کوي، خو عام خلک د لرې او ستونزمنو بدیلو لارو کارولو ته اړ دي. حمید حسین ویلي دي، چې د لارو بیا بیا بندېدل د خلکو ستونزې لا زیاتوي او حکومت باید د امن او تګ راتګ د خوندي کولو لپاره عملي او اغېزمن ګامونه واخلي.

 

ټولنیزې فعالې مسرت بنګش هم ویلي دي، چې د نورو لارو تړل د خلکو لپاره د منلو وړ نه دي او حکومت باید د خلکو د سر او مال د خوندي کولو لپاره جدي اقدامات وکړي. هغې ویلي دي، چې د سرکاري امنیتي پوستو شاوخوا د ډزو او وژنو پېښې د اندېښنې وړ دي او که حکومتي ادارې د امنیت په ټینګښت کې له ستونزو سره مخ وي، د توري او بنګښ قامونه د سولې د ټینګښت لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

 

مسرت بنګش په بوشهره سیمه کې پرله ‌پسې امنیتي پېښو ته هم اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دغه ډول پېښې د سیمې د سولې لپاره روانې هڅې بیا بیا اغېزمنوي.

 

د کرمې ضلعې اوسېدونکي له حکومت څخه غوښتنه کوي چې ټل ـ پاړا‌چنار مرکزي لاره او نورې تړلې لارې زر تر زره پرانیزي، د مسافرو د خوندي تګ راتګ انتظام وکړي او د سیمې د امن لپاره دایمي اقدامات وکړي.